صدر بایډن د اوکراین او نورو نړیوالو حالاتو په اړه د خبرو لپاره جرمني ته لاړ

صدر جوبایډن نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ جرمني ته سفر کړی، هغه دا سفر تېره اوونۍ په بیړنۍ توګه په امریکا کې د میلټن توفان له کبله ځنډولی وو.

بایډن او د جرمني‌ چانسلر دواړه د اوکراین د ملاتړ له کبله له زیاتېدونکي‌ فشار سره مخ دي ځکه چې دواړو له کیف سره تازه امنیتي مرسته اعلان کړې.

د امریکې صدر جوبایډن دا اوونۍ جرمني ته په خپل پلان کړي سفر کې بریالی شو چې په اوکراین او نورو ځایونو کې پر بیړنیو مسایلو باندې خبرې وکړي او چانسلر اولف شولز د دې یو ورځني سفر پر ارزښت باندې ټینګار کړی دی او د امریکې او جرمني‌ د اړیکو ستاینه یې کړې ده.

اوکراین د خبرو د ایجنډا په سر کې دی او سپینې ماڼۍ د اکتوبر په ۱۷مه اعلان وکړ چې بایډن له کیف سره د نورو ۴۲۵ میلین ډالرو په ارزښت امنیتي مرسته منظوره کړې ده. د سپینۍ ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې کېرین ژان پېر د شورو- چارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل:

"صدر په دې باور دی چې زموږ له شریکانو او متحدینو څخه یو- چې د اوکراین په دفاع پورې اړه لري- پرله پسې ډېر کلک ولاړ دی، ځکه نو هغه دې سفر ته ډېره لېوالتیا لرله او په ریښتیا هم صدر غوښتل جرمني ته خپل سفر باوري کړي او مخامخ د چانسلر شولز مننه وکړي".

بایډن غوښتل تېره اوونۍ برلین ته لاړ شي، خو په فلورېډا کې میلټن توفان یې سفر وځنډاوه او مجبور شو د اوکراین د امنیت په اړه د ده په مشرۍ د غونډې نېټه یې هم بدله کړه چې اوس به یې آنلاین کوي. سپینه ماڼۍ وایي څنګه چې ټاکل شوې وه، بایډن به اوس د اوکراین له صدر سره مخامخ نه ویني.

چانسلر شولز تېره اوونۍ له صدر ولادیمیر زلنسکي سره ولیدل چې د هغه د پینځو مادو «د بریا پلان» واوري، په دې پلان کې د جګړې تر ختمېدو مخکې اوکراین ته په نېټو کې د شاملېدو بلنه هم شامله ده.

صدر زلنسکي د اکتوبر په ۱۷مه خپل د بریا پلان د اوکراین پارلمان ته هم وړاندې کړ او ویې ویل:

"دا پلان د سولې په اړه د یوې ګټورې غونډې لپاره یو پول دی چې په ریښتیا به جګړه ختمه کړي. د دې پلان مقصد زموږ د سولې د اقدام بدلول نه دي، بلکې سولې ته د نیزدې کېدو لپاره د اوکراین د دریځ پیاوړي‌ کول دي. موږ، زموږ ټول متحدین په همکارۍ سره سوله تر لاسه کولی شو. موږ د جرمني په ملاتړ هم حساب کوو".

د نېټو نوي مشر لا ژمنه نه ده کړې، خو د چارشنبې- شورو په ورځ یې وویل اوکراین به یې یوه ورځ غړی شي.

دا تکلیفجنه جګړه امریکا او متحدین یې دې ته اړ کوي چې د اوکراین په مقدر کې ګټه لرونکي مخالفین له یو بل سره ګډ کار وکړي.

د مخکیني صدر بارک اوباما په حکومت کې د ملي ‌امنیت سلاکار جنرل جېمز جونز وي او اې ته وویل:

"د ایران، روس، چین او شمالي کوریا اتحاد، که تاسې ورته وګورئ، ډېر خطرناک دی او موږ دا نه شو ښودلای چې ګنې خطرناک نه دی. موږ باید هغه کارونه وکړو لکه د نېټو پیاوړي کول، د یورپي اتحاد پیاوړي کول، د دوه اړخیزو اړیکو مضبوطول او دا ډاډ تر لاسه کول چې ولادیمیر پوټین په اوکراین کې بریالی نه شي".

څېړونکي وایي د بایډن دا سفر د اوکراین د راتلونکي لپاره مهم کېدی شي.

د امریکې د ویلسن سنټر څېړونکی ویلیم پومیرېنز وایي، "زه فکر کوم بایډن په جرمني کې د خپل سفر له وخته دا ګټه اخیستی شي چې د اوکراین د ملاتړ ارزښت بیا تکرار کړي".

تېر کال چې په غزه کې جګړه پیل شوه، له هغه راهیسې جرمني او امریکا دواړه د اسرایل د ملاتړ پر سر له احتجاجونو سره مخ شوي.

خو له دې سره سره، دواړه هېوادونه وایي په تېره کال کې د یهودانو ضد پېښې هم زیاتې شوې دي.

او دواړه مشران، چې ځانونه تقریباً کیڼ اړخي ګڼي، د ښي اړخو ډلو له سیاسي چېلنجونو سره مخ دي ځکه چې هغوی ورباندې د اوکراین او اسرایل د ملاتړ له کبله نیوکې کوي.

چانسلر شولز په وروستیو کې په جرمني کې په را برسېره کېدونکي زیات ښي اړخي ګوند «الټرنېټیو فار جرمني» باندې میدان بایللی دی چې د کډوالو مخالف دی او جرمني عدلیې یې «مشکوک توندلاري» ګڼي.

د بایډن دا سفر په یو سخت وخت کې کېږي. دواړه مشران ښه پوهېږي چې د تېرې پېړۍ جګړو څنګه د دواړو هېوادونو نېکمرغۍ او راتلونکي اغېزمن کړل او اوس دا دواړه باید په ګډه هڅه وکړي چې یوه بله جګړه نړۍ تر ستوني تېره نه کړي.