د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي ټاکنو له ګټلو وروسته له څو کلونو وروسته په سپینه ماڼۍ کې له صدر جوبایډن سره ویني او د واک د پرامنه منتقلۍ د بهیر پیلېدو په اړه به ورسره خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې کېرین ژان پېر د شنبې- خالي په ورځ په یو لنډ بیان کې وویل چې د امریکې ولسمشر جو بایډن منتخب صدر ډآنالډ ټرمپ ته د وایټ هاوس په اوول دفتر کې د لیدنې بلنه ورکړې ده.
کېرین ژان پېر پر خپله ایکس باندې لیکلي، "د صدر بایډن په بلنه به صدر بایډن او منتخب ولسمشر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ [د نومبر پر 13مه] تر غرمې مخکې په 11 بجې د صدر په دفتر کې سره وویني".
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې د بایډن او ټرمپ ترمنځ د دې لیدنې په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې نور تفصیل به وروسته وړاندې کړي.
د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دا لیدنه وروسته له هغه کېږي چې صدر جو بایډن په صدارتي انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند د نوماند ډانلډ ټرمپ له بریا وروسته په پرامنه ډول د واک د منتقلۍ ژمنه وکړه.
که څه هم په سپینه ماڼۍ کې دا رنګه لیدنې د تلونکي او نوي راتلونکي صدر تر منځ د امریکې روایت دی او دا تر څه اندازې پورې د امریکې په جمهوري تاریخ کې په سوله ییز ډول د واک د منتقلۍ د پیلېدو نخښه ده.
خو د ریپپلکن ګوند ټاکل شوي صدر ټرمپ چې کله د 2020م په ټاکنو کې له ډیموکرېټ بایډن څخه ماتې وخوړه نو له هغه وروسته هغه د واک تر منتقلۍ مخکې د ناستې لپاره سپینه ماڼۍ ته نه وو وربللی.
ډانلډ ټرمپ د نومبر پر پینځمه د امریکې په صدارتي ټاکنو کې د ولسمشر جوبایډن له مرستیالې کاملا هېریس څخه د الیکټرل کالج په اکثریتي رایو سره ټاکنې وګټلې او سپینې ماڼې ته یې د خپل تاریخي بېرته راتګ لار هواره کړه.
که څه هم پر منتخب صدر ټرمپ باندې د روان کال په پیل کې په رسمي توګه یو لړ مجرمانه تورونه لګېدلي او د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په مهال دوه ځله استیضاح شوی خو د تېرو ټاکنو په نسبت یې دا ځل ډېرې رایې وګټلې.
د امریکې د ټاکنو په اړه ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې په امریکا کې اقتصادي حالت او انفلېشن یا ګراني د رایې ورکوونکو لویه اندېښنه وه چې د بایډن په واکمنۍ کې د کورونا وبا پرمهال یې لا وده وکړه.
81 کلن بایډن د روان کال په جولای میاشت کې د عمر د زیاتوالي او د خپل ګوند د ټینګار له کبله له ټاکنیزو سیالیو پر شا شو او پر ځای یې کاملا هېریس صدارتي نومانده شوه، چې د هغې تر ماتې خوړلو وروسته بایډن ټرمپ ته د ټاکنو ګټلو مبارکي ورکړه.
بایډن د زیارت- پنجشنبې، په ورځ د ملک له صدارتي انتخاب وروسته ملت ته د وینا په مهال منتخب ډانلډ ټرمپ ته ډاډ ورکړو چې د اقتدار منتقلي به په پرامنه او منظمه ډول ترسره کېږي. تر ده مخکې کاملا هېریس هم د چارشنبې- شورو په ورځ د واک د پرامنه منتقلۍ ډاډ ورکړی وو.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.