بايډن ويلي، "انتخاباتو کې به برخه اخلم، څوک مې د انتخابي زغل څخه نه شي بهر کولی"‏

د امریکې صدر جوبايډن ويلي، "په صدارتي انتخاباتو کې به برخه اخلم"، نوموړي د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ‏‎23‎‏ ډيموکرېټک رياستونو د ګورنرانو سره ‏ليدلي او خپلو سياسي ملګرو ته یې د يقين ورکولو هڅه کړې چې هغه سږ کال د نومبر په مياشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د خپل ګوند لخوا د ‏امېدوار دپاره په ذهني او بدني کچه روغ رمټ دی.‏

په وروستيو کې په سي اېن اېن ټي وي د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره په لومړي صدارتي بحث کې د صدر بايډن د خرابۍ کارکردګۍ وروسته د ‏ډېموکرېټک ګوند دننه هم د ځينو کسانو لخوا د خپل صدارتي امېدوار بدلولو ويل کيږي.‏

د ګورنرانو سره صدر بايډن په داسې وخت کې ليدلي، چې د صدر مرستیالان، د درنو پېسو ورکوونکو او د ډېموکرېټک ګوند لوړ پوړو قانون سازو او ‏پلويانو ته يقين ورکوي چې جوبايډن د ريپبلکن ګوند د امېدوار ټرمپ خلاف د انتخاباتو دپاره تيار دی او هغه ته د پينځم نومبر په انتخاباتو کې ماتې ‏ورکولی شي.‏

د اې پي خبري ادارې ترمخه، صدر بايډن د شورو په ورځ د خپلې څوکۍ د بلې مودې دپاره د نومبر په انتخاباتو کې د برخې اخستو عزم څرګند کړی او د ‏ګوند دننه دغه اوازې یې رد کړي چې هغه به په شا شي. بايډن ويلي هغه به د انتخابي زغل په پرېښودو مجبوره نه کړی شي.‏

صدر د يو مشاور په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ويلي، صدر وايي چې "زه به انتخاباتو کې برخه اخلم، زه د ډېموکرېټک ګوند مشر يم، ما څوک نه ‏شي بهر کولی".‏

اې پي ويلي، د صدر دغه بيان د او د هغه مرستيالانو لخوا په کېپېټل هيل کې د خپلو اتحاديانو او ګوند کې په لوړ کچه بې قرارۍ لرې کولو هڅه ده.‏

د بايډن د انتخابي کمپاين مشر جېن اوميلي ډلن او د کمپاين منېجر جولي شاوي روډريګز د شورو په ورځ خپل پيغام کې ویلي، د بايډن او ټرمپ ترمنځ ‏مقابله اوس هم سخته ده.‏

د صدارتي بحث وروسته د ډېموکرېټک ګوند مشران د بايډن په ملاتړ کې بيانونه ورکوي او ويلي يې دي چې د ګوند دننه د سېوا کېدونکې ناقرارۍ لرې ‏کولو دپاره په تېزۍ سره د کار کولو ضرورت دی.‏

د نيويارک سېنېټر شومر، چې په سېنېټ کې اکثريتي مشر دی، د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي وو هغه باور لري چې ‏‎81‎‏ صدر د ملک د خدمت دپاره مناسبه ‏شخصيت دی.‏

هغه د ګوند د لوړې کچې مشرانو سره همغږی شوی او ويلي يې دي زه د بايډن سره ولاړ يم.‏
‏(د دې خبر معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي).‏