باېډن د امریکا صدارتي زغل نه بهر- اوس به څه کیږي؟

د امریکا صدر جوباېډن نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د روان کال د صدارتي انتخاباتو د زغل نه د وتلو اعلان سره سم امریکا هم په یو ناڅرګنده حالت کې واچوله.

جو باېډن د روان کال د انتخاباتو لپاره د ډېموکرېټ ګوند د نوماندۍ لپاره د ناېب صدر کاملا هېرس ملاتړ هم وکړو.

د صدر باېډن د دغه اعلان مخکې راېټرز خبري ادارې په بروکنګز انسټي ټیوټ کې د اېلین کمرېک سره خبرې کړي وې څوک چې د ډېموکرېټ د قامي کمېټۍ غړی او د ٫٫پراېمري پالېټکس٬٬ نومې کتاب لیکوال دی. او د دې حالاتو سره تړلو یو شمېر پوښتنو ځوابونه یې ترې معلوم کړي.

پوښتنه: اوس به څه کیږي؟

ځواب: باېډن په تیرو څو میاشتو کې د ډیموکرېټ ګوند په پراېمریز انتخاباتو کې نژدې ۴۰۰۰ دېلیګېټس څوکۍ ګټلي. دغه ډېلیګېټس به په عامو حالاتو کې د ډیموکرېټ په قامي کنونشن کې د هغه د صدارت لپاره رایې ورکولی. خو داسې کوم قانون نشته چې دوي به اوس هم خامخا داسې کوي. دغه ډېلیګېټس یا ځانګړي غړي په خپله خوښه بل چا ته هم په قامي کنونشن کې رایې ورکولی شي.

د باېډن د صدارتي زغل نه د بهر کیدو اعلان دغه ډېلیګېټس ته دا ٫٫ اختیار٬٬ هم ورکوي چې د ډیموکرېټ ګوند تر منځه صدارتي کاندیدانوکې چاله هم رایې ورکولی شي.

پوښتنه: د باېډن ځاې ناستې څوک کېداې شی؟

ځواب: اوس مقابلې ته ډیر کاندیدان رادنګلی شي. ناېب صدره کاملا هېرس په دې زغل کې تر ټولو مخکې ده، خو هغه بیا خپلې ستونزې هم لري، لکه د ناېب صدارت مشکلات او بیا د کمو رایو ترلاسه کول. د امریکا اېین دا وايي چې ناېب صدره به د صدر د مرګ او یا د هغه ناتوانه کېدو په سبب صدارت کوي. خو دغه کار د ګوند دننه په مشرۍ ترلاسه کولو کې کوم اهمیت نه لري.

د کېلیفورنیا ګورنر ګېون نیوسم، د مېشيګن ګورنر ګریچن واېټمېر، د کېنټیکي ګورنر اېنډې بېشېر او د اېلېناو ګورنر جی بي پرټزکر ټول د باېډن ممکنه ځاې ناستي کېداې شي. تر اوسه پورې دغه ټول د باېډن پلویان وو او د هغه د بیا صدارت لپاره یې هڅې کولې.

پوښتنه: اوس به د ډېموکرېټ ګوند نوماند څنګه ټاکل کیږي؟

ځواب: د ډېموکرېټ ګوند د مشرانو تر منځه به اوس ازاده مقابله وي. د بېلټ پیډیا تر مخه په کال ۲۰۲۴م کې به ۴۶۷۲ ډېلیګېټس غړي وي چې پکې ۳۹۳۳ ژمن ډېلیګېټس دي او ۷۳۹ سپرډېلیګېټس یا د ګوند مشر غړي دي. د دغې نوماندې ترلاسه کولو لپاره به کاندید ته اکثریت ترلاسه کول وي چې مطلب یې دی زیات ووټونه اخستل او نور د ځان سره شاملول.

خو که یو کاندید دغه ترلاسه نه کړي نو بیا به ٫٫ ازاد کنونشن٬٬ وي چې پکې به ډېلیګېټس په ازاده توګه د پارټۍ د یو مشر سره یو ځاې کېداې شي. بیا به دغې له خپل اوصول جوړیږي او د هر یو کاندید نامه به اخستل کیږي چې ډېلیګېتس رایې ورکړي.

په قامي کنونشن کې بیا د رایو ورکولو څو برخې کېداې شي چې یو پکې اکثریت ترلاسه کړي او یا نوماند وټاکل شي.

په کال ۱۹۵۲ کې هم داسې یو ازاد کنونشن شوی وو کله چې ډېموکرېټ ګوند په لومړي پړاو کې نوماند نه وو منتخب کړی.

پوښتنه: د باېډن د کمپېن د پېسو سره به څه کیږي؟

ځواب: د مې میاشتې د اخیره پورې د باېډن او هېرس د کمپېن ډلې سره ۹۱ مېلینه ډالره وو، خو د کمپېن د فنډونو په اړه پوهه لرونکي وايي چې د دغه پېسو نورو ته ورکولو باندې قانوني اختلافونه دي.

خو دلته چې هېرس هم د کمپېن برخه ده، یو شمېر پوهان دا ګڼي چې دغه پېسې هېرس ته انتقالېدې شي که چرې هغه په خپل ټکټ پاتې شي. خو دا بحث هم روان دی چې د باېډن لخوا د دغه پېسو بل چا ته ورکولو لپاره به اول د باېډن رسمي ټاکنه پکار وي بیا به هغه د کېمپېن پېسې بل چا ته ورکوي.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخستل شوي.