هلمند: چاؤدنه کې دښځو پشمول 6 کسان وژل شوي

چارواکي وائي دافغانستان په هلمند ولايت کې دخالي په ورځ دمائن سره داولسي وگړو ديو گاډي دټکر کيدو له امله ديوې کورنۍ ددوؤ ښځو پشمول شپږ کسان وژل شوي دي.
دهلمند دوالي وياند احمد ځيرک يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال ددغه پيښې په اړه وويل گاډي کې ناست دوه مشران، دوه ښځې اؤ دوه نور سړي دهلمند په نادعلي اولسوالۍ کې رامينځته شوې چاؤدنه کې وژل شوي دي.
په هملند کې درابطه مرکز ډپټي ډائريکټر محمد اسماعيل هوتک هم ددغه چاؤدنې اؤ پکې دوژل شوؤ کسانو دشميرې پخلى کړى.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دبهرنو ځواکونو، افغان عسکرو اؤ حکومتي چارواکو دپه نخښه کولو په غرض دجنگيالو لخوا دغه رقم مائنونه ښخولى شي، خو پکې اکثره بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي.