برطانوي شهري ته د ترهګرۍ په مقدمه کې د شپږ کاله قېد سزا ورکړی شوه

نولس کلن مېتیو کېنګ شام ته د تګ او د داعش وسله ډلې په صفونو کې د جنګېدو خواهش هم څرګند کړی و

په برطانیه کې عدالت د هېواد هغه شهري ته د ترهګرۍ په مقدمه کې شپږ کاله د قېد سزا واوروله چې مور يې چارواکي د زوي د تندلاریتوب نه خبري کړي وو.

نولس کلن مېتیو کېنګ شام ته د تګ او د داعش وسله ډلې په صفونو کې د جنګېدو خواهش هم څرګند کړی و.

په هغه الزام و چې په پولېس او پوځي عسکرو د حملې سازش یې تیار کړی و.

په انګلېنډ او وېلز کې دا د ترهګرۍ لومړۍ مقدمه وه چې په کې د فېصلې اورونه په ټېلې وژن په ژوندۍ بڼه نشر شوه.

د عدالت مارک لوکرافټ د کېنګ د مور ستاینه وکړه چې د زوي په اړه یې د ترهګرۍ ضد پروګرام ته اطلاع ورکړه.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې کېنګ اعتراف کړی و چې د کال ۲۰۲۱ د ډسمبر د میاشت او د ۲۰۲۲ د می د میاشت په منځنۍ موده کې د ترهګرۍ سازش کولو.

کېنګ د انټرنېټ دلارې تندلاریتوب په لوري ورغلی و د پوځي عسکرو د وژلو په لړ کې یې په لندن کې د پوځي بېرکونو څارنه هم کړې وه. هغه په شام کې داعش دپاره د جنګېدو د خواهش اظهار هم کړی و.

خو د هغه دغه خواهش چارواکو ته د هغه د مور د اطلاع ورکولو په نتیجه کې پوره نه شو.

د عدالت جج وویل کېنګ خطرناک دی او ټولنې ته نقصان رسوولی شي.

د کېنګ د وکیل دلیل وو چې هغه د تندلاریتوب د لارې نه ستنېدل شروع کړي دي.

د عدالت جج وویل دا خبره واضحه ده چې کېنګ انتهاپسند اسلامي ذهنیت خپل کړی دی، د مغرب په ضد انتها پسند خیالات لري او د برطانيې دننه او سمندر پورې د ترهګرۍ اراده لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي