د کېلېفورنیا په لاس اېنجلس علاقه کې اور وژوونکو ویلي د اور وژوونکو په شمېره کې د اضافې او د نوو الات د ترلاسه کولو په نتیجه کې يې اور د وژلو تیاری د پخوا نه ښه شوی دی په عین حال کې د تېزو هواګانو او د اوچو حالاتو په سبب د اورونو د زیاتېدو خطر زیات بلل کېږي.
د موسمیاتو ادارې نېشنل وېدر سروس وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ د ۱۰۰ کلومېټر په رفتار سيلۍ د چلېدو امکان دی، چې له امله یې د جنوبي کېلېفورنیا په پراخه کچه سیمو کې د اور د سخت خطر په اړه خبرداری جاري کړی شوی دی.
د لاس اېنجلس کاونټۍ د اور وژنې ادارې مشر اېنتني مېرون د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د پخوا په مقابل کې يې د اور د وژلو تیاری بهتر شوی دی. هغه زیاته کړه چې د زیاتو هواګانو په سبب د اور وژنې په کار مامور د جهازونو پروازونه به ودرول شي.
تېره هفته په سیمه کې څلور اورونه شروع شول چې تر اوسه يې په مجموعي توګه ۱۶۰ مربع کلومېټر علاقه سوځولې ده.
اور وژوونکو په یو اور قابو موندلی او د لاس اېنجلس په شمال کې په بل اور تر ۹۷ فیصد پورې قابو موندل شوی دی.
د لاس اېنجلس نه د مغرب په لوري د پېلېسېډز اور ۹۶ مربع کلومېټر علاقه سوځولې ده او تر ۱۴ فیصد پورې پې قابو موندل شوی دی.
د لاس اېنجلس مشرق لوري ته د ایټن اور د سان ګېبریل غرونو په لمن کې لګېدلی دی، ۵۷ مربع کلومېټر علاقه يې سوځولې ده او تر ۳۳ فیصد پورې پې قابو موندل شوی دی.
د اورونو د لاسه لږ تر لږه ۲۴ مړه شوي دي او امدادي کارکوونکي د لسګونو په شمېره کې د هغو کسانو لټون کوي چې لا بې درکه دي.
تر یو لک پورې خلکو هدایات جاري کړی شوي چې د اور ځپلو سیمو نه دې ووځي.
صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ کېلېفورنیا سره د وفاقي حکومت د نور امداد لوظ وکړو او د اور وژوونکو ستاینه يې وکړه.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي