د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور هايکورټ چيف جسټس ویلي، باور لري په عدليه کې به د اسټبلشمنټ ممکنه لاسوهنه زر ختمه شي ځکه چې وایي عدليه د اسټبلشمنټ څخه ځان خلاصولو دپاره مبارزه کوي.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه چيف جسټس ملک شهزاد احمد خان دغه خبره پرون د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې يوې دستورې ته په وينا کې کړې ده.
هغه ويلي، پاکستان کې په عدليه کې لاسوهنه د مولوي تميزالدين له قضيې څخه پيل شوې ده.
نوموړي جج زياته کړې، دوه درې ورځې وړاندې ورته يو جج شکايت کړی خو بیا یې هم ورته ویلي چې هغه ويريږي نه.
پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه په عدليه کې د لاسوهنې خبرونه په ښکاره مخې ته راځي او ځينو ججانو په ښکاره ويلي چې استخباراتي ادارې په عدالتونو کې لاسوهنې کوي.
د لاهور هايکورټ د پرونۍ وينا نه يوه ورځ وړاندې د پنجاب صوبې د سرګودې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو تورونه لګولي، لاهور هايکورټ په دغه اړه از خود نوټس اخستی، او د تورونو د قضيې فېصله یې محفوظ کړې ده.
د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ رجسټرۍ ته په اووم جون يو خط ترلاسه شوی، د سرګودې د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج محمد عباس په ياد خط کې ویلي، په 25 مې د ترهګرۍ ضد عدالت کې د جج په حېث د هغه لومړۍ ورځ وه، هغه ته پيغام ترلاسه شوی وو چې د استخباراتي ادارې آی اېس آی ځينې چارواکي ورسره په چېمبر کې ليدل غواړي.
خو هغه ورسره د ليدو نه انکار کړی، او د هغې وروسته ورته، د کورنيو ځينو غړو یې ويلي چې نامعلومه کسانو د شپې په وخت د هغه د کور ګېس ميټر مات کړی دی.
هغه په خط کې ويلي وو، کورنۍ ته یې تيره مياشت د بجلۍ بل هم د حساب نه زيات ترلاسه شوی، د خپلوانو نه یې د ده په اړه معلومات اخستل شوي او په شپږم جون بيا د ترهګرۍ ضد عدالت د دروازې نه بهر په ټرانسفرمر ډزې شوې وې.
څو ورځې وړاندې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت د نهمې مې په مقدمو کې فېصله اورولې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د 70 نه زيات غړي یې بري کړي وو.
د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.
دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.