د اتوار په ورځ په چین کې د کرونا وایرس ۶۴۸نوي پېښې رپورټ شوي دي او هم په دې ورځ ۹۷ نور کسان د یاد وایرس د لاسه مړه شوي دي.
د چین هوبې صوبې ووهان ښار نه خور شوي کرونا وایرس د لاسه تر دې دمه د مړو شوو تنانو ټوله شمیره ۲۴۴۲ ته رسیدلی ده. په چین کې د دغه وایرس نه متاثره/ اغیزمنو یا ناروغه شوو تنانو شمیر۷۶۹۳۶ ته سېوا شوی.
د چین نه بهر په نورو هیوادونو کې د کرونا وایرس نه متاثره شوو کسانو ټوله شمیره ۱۲۰۰ ده او په نورو هیوادونو کې د اتوار د ورځې پورې د ۱۲ نه سیوا تنه مړه شوي. په ایران کې د چارواکو تر مخه د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو شمیره ۶ او په اټلي کې دوه تنه مړه شوي دي.
د اتوار یا یکشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې د کرونا وایرس د نوو پېښو د رپورټ کیدو وروسته د دغه وزیراعظم ویلي په هیواد کې کرونا وایرس سختې مرحلې ته داخل شوی.
د جنوبي کوریا وزیراعظم چونګ سي کون دغه خبرې د خالي په ورځ په قامي ټي وي خلکو ته په وینا کې کړي دي. وزیراعظم ویلي چې حکومت يې د دغه وایرس د مخنیوي لپاره خپلې پوره هڅې کوي. د کوریا د ناروغیو د کنټرول مرکزي ادارې تر مخه د اتوار په ورځ په دغه هیواد کې د کرونا وایرس نه متاثر شوي ۱۲۰ نوي کسان رپورټ شوي دي. په دغو کې ۱۱۳ د یاد هیواد په څلورم لوې ښار او خواو شا سیمو کې مخې ته راغلي. په جنوبي کوریا کې تر دې دمه د کرونا وایرس ټول ۵۵۶ کیسونه رپورټ شوي دي.
د خالي یا شنبې په ورځ د امریکا خارجه وزارت د کرونا وایرس له ویرې خپل اولس لپاره سفري خبرداری یا ټریول ایډوایزي هم خپره کړې. د دغه خبرداري تر مخه امریکایانو ته ویل شوي چې جاپان او جنوبي کوریا ته دې د سفر کولو په وخت دې د زیات پام نه کار اخلي.
د امریکا د خارجه وزارت د دغه دویمې درجې یا لیول ټو خبردارۍ تر مخه امریکایانو ته ویل شوي چې د دغه هیوادونو د ناروغه کسانو سره دې رابطې نه کوي، او د خپل پاکوالي لکه د لاسونو وینځلو دې ډیر پام کوي.
د جنوبي کوریا سام سنګ موباېل کمپنۍ د خالي یا شنبې په ورځ پخلی کړی چې په جنوبي کوریا کې د دغه کمپنۍ په کارخانه کې د کرونا وایرس پخلی شوی. د دغې وروسته دغه کارخانه د ګل د ورځې پورې تړل شوې ده. د میډیايي رپورټونو تر مخه د دغه کارخانې په کمه برخه کې چې په یو کارکونکي کې کرونا وایرس معلوم شوی دغه برخه به د نهې د ورځې پورې تړل شوي وي.
د صحت نړیوالې ادارې مشر یا ډاېرکټر جنرل ویلي په ایران کې د کرونا وایرس د نوو پېښو په اړه اندیښمن دی د چرته نه چې ایراني وګړو دغه وایرس لبنان او کېنېډا ته هم د ځان سره وړی.
د اتوار په ورځ د ایران د صحت چارواکو ویلي په دغه هیواد کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمیره ۶ ته رسیدلې. دغه شمیره د چین نه بهر په کوم یو هیواد کې تر ټولو لویه شمیره ده. تر اوسه پورې په ایران کې د کرونا وایرس نه دناروغه شوو کسانو شمیره ۲۸ ته رسیدلی. یوه ورځ وړاندې ایران ویلي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې يې عراق ته د مذهبي زیارت لپاره تږ راتږ تړلی دی.