وزیراعظم عمران خان د خارجي سرمایه کارۍ په اړه د چین په غونډه کې گډون کوي

په نقشه په سره کرښه د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبه ښودل شوې ده

د چین د سړک او کمر بند د منصوبې په لړ کې یوه غونډه کې گډون دپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین سفر کوي.

د پاکستان د خارجه وزات د بیان ترمخه، عمران خان ته د "بېلټ اېنډ روډ فورم" غونډه کې د گډون بلنه د چین صدر شي ژېنگپنگ ورکړې وه. بیان وايي عمران خان به د ٣٨ نورو هېوادونو مشرانو ترڅنگ په غونډه کې گډون او وینا کوي.

د روډ اېنډ بېلټ فورم غونډه کې د ١٥٠ هېوادونو استازي شرکت کوي او په نړیواله کچه به د چین د بنیادي اسانتیاو یا انفراسټرکچر په منصوبو به بحث کوي.

په افریقايي هېوادونو کې د چین دلچسپي

چین د تېرې څه مودې راهسې د افریقايي هېوادونو سره هم اقتصادي کومک پېل کړی

د غونډې د رسمې پرانېسېتې نه وړاندې د چین صدر شي ژېنگپنگ د افریقايي هېوداونو ځېنو مشرانو سره د شورو، چارشنبې، په ورځ ملاقاتونه وکړل. د بېلټ اېنډ روډ منصوبه دلارې چین رېشمو پخوانۍ لار بیا راتازه کول او چین د ایشیا، یورپ او د نورو هېوادونو سره تړل غواړی.

څېړونکي وايي د بېجنگ دغه غونډه نه یوازې د بنیادي اسانتیاو جوړولو په اړه د خبرو موقع ده بلکې د دې دلارې چین خپل مقبولیت او د سیاسي طاقت د اظهار موقع هم ده.

څېړونکي وايي په غونډه کې به په دې خبره هم زور اچول کیږی چې په نړیواله کچه په تجارت او نړیوالو تعلقاتو کې د تنهايي یا د یواړخیزو اقداماتو پرځای د همکارۍ ضرورت دی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ضد د رای جوړولو کوښښ لیدل کېږي.

پاکستان وايي چین یې د تودو سړو ملگری دی

د پاکستان د خارجه وزارت بیان وویل پاکستان او چین سټرېټیجک همکاران دي او د ملگرتیا بنیاد یې په یو بل باور او مشترکه مفاداتو ولاړ دی، دواړه هېوادونه د یوبل سره په سخت وخت کې ودرېدلي دي او د مشران یې د اقتصادي تعلقاتو زیاتوولو خواهش لري.

د روډ اېنډ بېلټ منصوبې دلاندې چین په پاکستان کې هم د اربونو ډالرو منصوبې پېل کړېدي چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پرې ځینې سیاسي گوندونه اعتراضونه کوي چې د منصوبې زیاتې گټې پنجاب ته د رسولو هڅې پکې شوې دي او اقتصادي ماهرین وايي د سي پېک د قرضونو شرایط د پاکستان په مفاد کې نه دي. خو دواړه هېوادونه دا تاثر ردوي چې د اربونو ډالرو دا منصوبې پاکستان ته اقتصادي گټه ور رسولو پرځای به په هېواد د قرضونو پېټی بار کړي.

امریکا وايي په خارجي هېوادونو کې د چین د سرمایه کارۍ شرایط د شکونو د لاندې دې او پکې د چین پوځي یا د امنیت اهداف هم په نظر کې ساتل شوې دي

د سي پېک لومړي اهداف لاس ته راوړل شوي

د سي پېک دلاندې په گوارد کې چین د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی

دا میاشت چین او پاکستان اعلان وکړو چې د سي پېک منصوبه د لومړني اهدافو ترلاسه کولو وروسته دویم پړاو ته رسېدلې ده.

د گاونډي او په روایتي توگه د ملگرو ملکونو چارواکو ویلي د سي پېک دلاندې پنځه کاله وړانډې پېل کړی شوي ٢٢ منصوبې د چین د ١٩ ارب (بېلین سرمایه کارۍ) سر ته رسېدلې دي.

په سي پېک د ناقدینو خبرو ته په جواب کې د چین د خارجه وزارت ترجمان لو کانگ د گل، دوشنبې، په ورځ وویل سي پېک د چین د بېلټ اېنډ روډ یا د سړک او د کمربند د منصوبې اهمه برخه ده چې په پاکستان کې یې زرگونو خلکو ته د روزگار موقعې برابر کړې دي او نهه مېلینه کورونو ته یې تاوانايي برابر کړې ده.

په پاکستان کې دننه په سي پېک تحفظات

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې یو شمېر سیاسي گوندونه د سي پېک په طریقه کار تنقید کوي، وايي د دوی د صوبو اقتصادي پرمختگ ته پکې پام نه دی شوی او د پخواني وزیراعظم نوازشریف په دور کې پېل کړی شوي د منصوبې زیاتره گټې پنجاب ته د رسولو کوښښ شوی دی. په بلوچستان کې دا هم ویل کېږي چې د گوادر په بندر کې د روزگار موقعې ځایي خلکو ته د ورکوولو پرځای د بهر نه خلک راغوښتل شوي او اباد کړی شوې دي

د سي پېک د منصوبې یو هدف د چین د سمندر نه لرې پرتو سیمو ته د گوادر دلارې نړیوالو بازارونو ته رسايي ورکول دي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل د اسلام اباد څخه په خپل رپورټ کې لیکي چې اسلااباد د دې خبرې اعتراف کوي د سي پېک دلاندې د چین د سرمایه کارۍ په نتیجه کې د پاکستان بنیادي اسانتیاوې ښې شوې دي او د تاوانايي

امریکا وايي په کومو هېوادونو کې چې د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې دلاندې سرمایه کاري کېږي اقتصادي گټې یې د شکونو د لاندې دي او پکې د چین د قامي سلامتیه برخې هم شاملې دي

واشنگټن کې د بېلټ اېنډ روډ په اړه په یوه غونډه کې شرکت نه دی کړی او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو تېره هفته وویل د چین په دغه منصوبه کې شاملېدونکي ملکونه یې د سرمایه کارۍ په طریقو خبرداری کړی دی.