وزیراعلی ګنډاپور: پښتونخوا د ترهګرۍ له غټ چېلنج سره مخ ده

د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امین ګنډاپور ويلي، "زمونږ صوبې ته د ترهګرۍ غټ چېلنج ورپېښ دی، پوليس، ادارې، پوځ او ولس يې پرضد جنګيږي، قربانۍ د ټولو په وړاندې دي د روانو حالاتو څارنه کوو".

خېبرپښتونخوا کې په تيرو دوو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د پاکستان د پوځ 10 عسکر، 13 وسله وال او پينځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون د نهې، سه شنبې، په ورځ منلې، په 15مه جولايۍ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي وو.

بله پېښه د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په پلارنۍ ضلعه ډېره اسماعيل خان کې شوې ده.

پرون په 16مه جولايۍ پوځ ويلي، وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان وژلي او د وسله والو په نښته کې دوه عسکر هم وژل شوي دي.

علي امين ګنډاپور تېر ماسخوتن پېښور کې مطبوعاتو سره خبرو کې د محرم په وخت د امنیت په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې وو، محرم په امنيت روان دی، او سر ته به ورسي.

صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه نوموړي وویل، "پوليس او سي ټي ډي پياوړي کوو، مونږ باور لرو، څنګه چې زمونږ په تېر حکومت کې په صوبه کې امن په ځای کړل شوی وو، په مينځ کې بيا يونيم يا پاو کم دوه کاله خلا راغله په هغې کې حالات لږ خراب شوي دي، خو بيا به هغه شان امنيت په ځای کوو".

هغه وويل، "مونږ د ترهګرۍ مقابله کوو او روانه به وي، او کومې پېښې چې روانې دي او کوم خلک یې کوي، د وخت سره به د هغو هم مخه ونيول شي، په دې د هیڅ جوړ جاړي خبره نشته، په امنيت او ترهګرۍ په ختمولو هيڅ جوړ جاړی نه کوو، زمونږ اصل چېلج او اصل کار هم دغه دی".

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) حکومت هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

پاکستان کې د موجوده حکومت وزیران تور لګوي چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده، خو په خېبرپښتونخوا کې واکمنه د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د اپرېل، مې او جون مياشتو کې 250 بريدونه شوي، 380 کسان پکې وژل شوي او 220 نور ژوبل شوي دي.

د سي ار اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي په 240 بريدونو کې 87 فېصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

ټي ټي پي ويلي د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې يې نزدې 500 بريدونه کړي دي، په دې کې زياتره بریدونه په خېبر پښتونخوا صوبه کې شوي دي.