د خېبرپښتونخوا وزيراعلا د بجلۍ د نشتوالي یا لوډ شيډنګ دپاره (په 24 ساعتونو کې) د 12 ساعتونو يا ګهنټو اعلان کړی، او ويلي يې دي اوس به په يوه علاقه کې هم د 12 ساعتونو نه زيات لوډ شيډنګ نه وي.
خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې خلکو سخت شکايتونه کړي چې په سختۍ ګرمۍ او د اختر په ورځو کې هم د څو څو ساعتونو پورې بجلي نه وه.
د خېبرپښتونخوا په اېکس اکاونټ د صوبې د وزيراعلا علي امين ګنډا پور يوه ويډيو خپره شوې، په ويډيو غږ بند کړل شوی، خو ورته ليکل شوي،
"د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بجلۍ بحالو دپاره ګرډ سټېشن ته رسېدلی، وزيراعلا د خپل اعلان ترمخه، د لوډشيډنګ وخت 12 ګهنټې وټاکلو، وزيراعلا په خپله د لوډشيډنګ شيډول تيار کړو".
په اېکس پوسټ کې زياته کړل شوې، "اوس به يوه علاقه کې هم د 12 ساعتونو نه زيات لوډ شيډنګ نه وي، د صوبې ټول پارلیماني غړي دې په خپلو علاقو کې ګرډ سټېشنو ته لاړ شي او د 12 ساعتونو د لوډ شيډنګ شيډول دې عملي کړي".
وزيراعلا په خپله په بله ويډيو کې ويلي، "زمونږ د صوبې واجبات نه راکول کیږي زمونږ د نېټ هايډل پاور ګټه نه راکول کيږي، زما په حساب یې د بجټ نه زیاتې پېسې جوړیږي، خو د شريکو ګټو د کونسل څخه چې کومې پېسې منظورې شوي هغه خواوشا 1600 اربه ته نزدې دي او هغه مونږ ته نه مېلاويږي، مونږ د مرکز سره د واپډا په حواله خبرې شوې، يو پلان مو جوړ کړی وو د تاوان دپاره، چې هلته به د لسو اربه روپو سولر نظام لګولی شي په هغې به وخت لګي".
هغه زياته کړې، د مرکز سره یې "د 15 ورځو وخت ورکړی خو مرکز ورته د يوې نيمې مياشتې وخت ورکړی چې په دې کې نظام وګوري او مرسته مو ورسره وکړه خو د مېنډېټ د غلا په څېر یې دروغ یې وويل، او هغه ټاکلی وخت ختم شو، نن مې بيا فرض پوره کړو، وفاقي وزیر اوېس لغاري ته مې ټيليفون وکړو او پېغام مې ور واستولو، خو ځواب یې ونه ويلو، د دې مطلب تاسو هم ازاد او مونږ هم ازاد".
د مرکزي حکومت لخوا د علي امين ګنډاپور بيان ته تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
په 26مه مئ د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو وزارت ته ورغلی، د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي او توانايۍ مرکزي وزير اوېس لغاري سره یې ليدلي وو.
ويل شوي وو په ليدنه کې په صوبه کې روانو حالاتو باندې خبرې اترې شوي او صوبه کې د لوډشيډنګ او بجلۍ په اړه نورو مسلو باندې پرمختګ شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې خلک شکايت کوي چې لږ تر لږه 12 او زيات نه زيات 18 او 22 ساعتونو پورې بجلي نه وي.
د صوبې د مرکزي ښار پېښور د خلکو په وينا، ښار کې د اتو نه تر لسو ساعتونو پورې او چاپېره علاقو کې د 16 نه تر 18 ساعتونو پورې بجلي نه وي.
دغه رنګ د وزيراعلا د پلارنۍ سيمې ډېره اسماعيل خان اوسېدونکي وايي، دغلته هم په مختلفو فيډرو بېلا بيلو وختونو کې د 18 ساعتونو پورې بجلي نه وي.