د امریکې د کانګرس غړو د انتخاب دپاره په مېډټرم یا منځمهاله انتخاباتو کې تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د صدر جوبایډن واکمن ډېموکرېټک او که د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ اکثریت ترلاسه کړی ؟
د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د ټولو ۴۳۵ چوکیو او د ایوان بالا یا د سېنېټ د ۳۵ چوکیو دپاره ووټونه وشول.
د ووټونو د ورځ نه مخکې د ۴۵ مېلین امریکایانو د ډاک دلارې او یا په خپله ووټونه ورکړي وو. د ځینو څېړونکو اندازه ده چې د سږ کال په مېډ ټرم انتخاباتو کې به د ۱۱۵ مېلین نه زیات کسان برخه واخلي چې د ۲۰۱۸ د منځمهاله انتخاباتو کې د ووټرانو نه زیاته شمېره ده.
د مېډ ټرم انتخاباتو نتېجې به د صدر بایډن د صدارت د باقي پاتې دوو کلونو د تګلارو تعین کوي. که چېرې د صدر بایډن واکمن ډېموکرېټک پارټي په کانګرس کې واضحه اکثریت ترلاسه کوي نو صدر بایډن دپاره به اسانه وي چې د خپل حکومت تګلارې عملي کړي او که چېرې ريپبلېکن پارټي برتری ترلاسه کوي نو د صدر بایډن د حکومت دپاره به مشکلات زیات شي.
د واشنګټن سره نژدې په مېرې لېنډ ریاست کې په تاریخ کې په لومړي ځل تور پوستی د ډېموکرېټک پارټۍ وېس مور ګورنر منتخب شو. او په مېساچوسټس ریاست کې په لومړي ځل مورا هیلي ګورنره منتخب شوه چې هم جنس پرسته ده. دغه هم تاریخي انتخاب ګڼل کېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو سټیو هرمن، کېترین ګېبسن، مسعود فریوار او د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي