په امریکا کې د کورونا وایرس درېیمه پېښه وموندل شوه

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د لاس انجلس ائیرپورټ

امریکایي چارواکو ویلي چې په امریکا کې د کورونا په نوم د یو نوي وایرس درېیمه پېښه د دې هېواد د کلیفورنیا ایالت په جنوب کې موندل شوې ده.

د کلیفورنیا ایالت د اورنج نومې ضلعې د صحت ادارې ویلي، یو ناروغ چې د چین له ووهان ښار څخه امریکا ته راغلی و، ټېسټ یې ښودلې چې هغه په کوروناوایرس اخته دی.

کورونا وایرس په دې وروستیو کې په چین کې راپېدا شوی چې تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې ٥٦ تنان مړه کړي او شاوخوا دوه زره یې ناروغه کړي دي. د دې مرض د خپرېدو مرکز د چین ووهان ښار گڼل کیږي.

امریکایي چارواکي وایي د چین نه راغلی په کورونا وایرس ککړ شخص اوس قرنطین شوی خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

د صحت چارواکو په امریکا کې د کورونا وایرس لومړنی کېس، د نهې یا سې شنبې په ورځ په واشنگټن ایالت کې چې په شمال لویدیځ کې پروت دی، راپور ورکړ. هغه وگړی هم تېره هفته د چین له ووهان ښاره امریکا ته ستون شوی و.

په امریکا کې د کورونا واېرس دویم کېس، د تېرې جمعې په ورځ په شیکاگو کې وموندل شو.

د کورونا وایرس مرض خواوشا ١٥ ملکونو ته خور شوی چې کاناډا، امریکا، او فرانس هم پکې شامل دي.

د صحت عالمي ادارې یا ډبلیو اېچ او ویلي چې کورونا وایرس که څه هم انسان مړ کولای شي، مگر تر اوسه په ټوله نړۍ کې یې کوم د صحت بیړنی حالت نه دی رامخ ته کړی.

د امریکا حکومت د چین له ووهان ښار څخه د خپلې کونسلگرۍ کارکوونکي راوباسي او ترڅنگ یې تر خپل وسه، ځیني نور امریکاییان چې په ووهان کې مېشت دي یا هلته کار کوي، هم راوباسي.

مگر دغو امریکاییانو ته، چې پخپل شخصي ظرفیت په ووهان کې اوسیږي، دا خبرداری ورکړل شوی چې شاید د هغو ټولو د وړلو دپاره په جهاز کې ځای نه وي.

د امریکې خارجه وزارت ویلي چې له ووهان څخه دا جهاز به نیغ په نیغه د امریکا سانفرانسیسکو ښار ته راشي.