په لندن او وېلز کې تیرې یوې نېمې میاشتې راهسې روان د کرکټ نړیوال جام (ورلډ کپ) فاېنل یا اخیرۍ لوبه به د اتوار یا یکشنبې په ورځ د لندن په لارډز کرکټ میدان کې د کوربه انګلېنډ او نیوزيلېنډ تر منځه د پاکستان په وخت د غرمي ۲.۵ او د افغانستان په وخت د غرمي ۲ بجې پېلیږي.
دواړه لوبډلو د ورلډ کپ په تیرو ۴۷ میچونو کې لومړی په زیاتو لوبو ګټلو او زیاتو پواېنټونو ترلاسه کولو سيمي فاېنل ته ورسیدلې او بیا يې په سیمي فاېنل کې د ورلډ کپ غوره لوبډلو اسټریلیا او هندوستان ته په ماتې ورکولو ځان اخیرۍ لوبې ته ورسوو.
وړاندې کومه لوبډله څو وارې فاېنل او سیمي فاېنل ته وتلې؟
کوربه انګلېنډ وړاندې د دې نه درې ځلې (۱۹۷۹، ۱۹۸۷ او ۱۹۹۲) کې د نړیوال جام فاېنل ته په رسیدو کې کامیابه شوې ده خو یو ځلې يې هم ورلډ کپ نه دی ګټلی.
د انګلېنډ کرکټ ټیم د روان کپ نه وړاندې ۵ وارې (۱۹۷۵، ۱۹۷۹، ۱۹۸۳، ۱۹۸۷ او په کال ۱۹۹۲) کې سیمي فاېنل ته په رسیدو کې بریالۍ شوې. دا وارې د انګلېنډ لوبډله د ورلډ کپ لپاره تر ټولو غوره لوبډلو یا فیورټ ټیمونو کې هم شمارل شوې او ۲۷ کاله وروسته د نړیوال جام فاېنل ته په وتلو کې بریالۍ شوې.
د نیوزي لېنډ د لوبډلې قسمت هم بیا په کرکټ کې د انګلېنډ په رنګه پاتی شوی. د نیوزي لېنډ لوبډله د دې وړاندې ۷ وارې (۱۹۷۵، ۱۹۷۹، ۱۹۹۲، ۱۹۹۹، ۲۰۰۷ او په کال ۲۰۱۵م ) کې سیمي فاېنل ته رسیدلی ده خو یواځې په کال ۲۰۱۵م کې فاېنل ته په رسیدو کې بریالۍ شوې وه. نیوزيلېنډ د کال ۲۰۱۵م نړیوال کپ فاېنل لوبه يې د اسټریلیا نه باېللې وه.
په دغه حساب د دواړو لوبډلو تر منځه به د اتوار یا یکشنبې د ورځې لوبه هم خوندوره وي، دواړه لوبډلې به دا ځلې فاېنل ګټلو او په لومړي ځل د خپل هیواد لپاره د کرکټ لوبې دغه لویه جایزه ترلاسه کولو پوره پوره کوښښ کوي.
هسې خو د کرکټ په لوبه کې د لوبډلې قوت یا د لویو لوبغاړو نه زیات د دغه ورځې لوبه، موسم او بیا په تیره په روان نړیوال جام کې د لندن باران زیات زورو پاتې شوی. په دې ورلډ کپ د لندن موسم او بارانونو تر ټولو غوره ټیمونه د کمزورو ټیمونو سره برابر کړي. خو د کرکټ په لوبو کې د ټیمونو تیرې لوبې او یو بل پر ضد وړاندې شوې لوبې په اساس د راتلونکې لوبې په اړه اندازه ښودل کیدی شي.
د تیرو لوبو ګټه او بېلات:
انګلېنډ په خپلو تیرو ۵ لوبو کې ۳ ګټلي او ۲ يې باېللي دي خو نیوزي لېنډ بیا په خپلو تیرو ۵ لوبو کې ۳ ګټلي او ۳ يې باېللي. دغه شان د انګلېنډ او نیوزيلېنډ تر منځه شوې اخیرۍ ۵ لوبو کې انګلېنډ ۴ ګټلي او نیوزيلېنډ یواځې یوه لوبه ګټلې. په روان ورلډ کپ کې په خپلو لومړیو ۹ لوبو کې انګلېنډ ۶ لوبې ګټلي او نیوزيلېنډ ۵ ګټلي.
په دغه حساب کوربه انګلېنډ د نیوزيلېنډ نه قوي ښکاري، لوبه يې هم په خپل کور او تماشبین به يې هم ښه ډېر وي. خو- د نیوزيلېنډ ټیم هم په خپله ښه لوبه دې مقام ته ځان رسولی او نن به د انګلېنډ سره د فاېنل لپاره هم په هغه نيت میدان ته ورځي په کوم نیت چې د هندوستان پرضد میدان ته وتلي وو.
په دې ورلډ کپ کې د انګلېنډ لوبډلې په بالنګ، بېټنګ او فېلډنګ کې ښه کارکردګي ښودلې او سبا به کوښښ کوي چې دغه هر څه بیا په ښه توګه وکړي. نیوزيلېنډ ښه بالنګ لاېن لري، فیلډنګ يې هم بد نه دی خو یواځې د بېټنګ لاېن ناکامۍ په دې نړیوال جام کې د ستونزو سره مخ کړی. د نیوزي لېنډ اوپننګ په دې ورلډ کپ کې د ناکامۍ سره مخ شوی او د کال ۲۰۱۵م کامیابه بېټسمین مارټن ګپټل سره تر اوسه په دې ورلډ کپ کې قسمت هیڅ وفا نه ده کړې.
د نیوزيلېنډ کپتان کېن وېلیمسن یواځینی لوبغاړی دی چې په هره لوبه کې يې د خپلې لوبډلې لپاره د ۳۰ فیصده نه سېوا منډې کړي او زیاتې لوبې يې هم د وېلیمسن په ښه بېټنګ ګټلي.
په روان ورلډ کپ کې د لوبې ټاس ګټل هم د لوبې ګټل تر څه حده اسانوي. کهچرې نیوزيلېنډ سبا د لوبې ټاس ګټي او اوپنران په خاصه توګه مارټن ګپټل ښه لوبه وکړي او د کال ۲۰۱۵ د ورلډ کپ په رنګ یو ښه اننګز کې بریالی کیږي نو کوربه انګلېنډ ته به ځان یوې سختې لوبې ته تیارول وي. خو که سبا هم ټاس انګلېنډ ګټي او بیا جېسن راېی او جاني بېرسټو په اوپننګ کې د تیرو لوبو په رنګ ښه پارټنرشپ کوي نو نیوزيلېنډ ته به د خپل لومړي نړیوال جام ګټلو خوب په حقیقت کې بدلول اسان نه وي.