د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان یوې ډلې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د تحقیقاتي غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه او د ډلې مشر د صدر جوبایډن په افغان تګلاره او د انخلا په عمل تنقید وکړو او ويې وېل امریکايي حکومت هغه افغانان نظرانداز کړي چې د امریکې مرسته يې کړې او واشنګټن ورسر د تحفظ وعدې کړي وې.
د هاوس د فارن افېیرز یا د خارجه چارو کمېټۍ چېیرمېن او د حزب اختلاف ريپلېکن پارټۍ غړي مایکل ټامس مېک مېکال د افغانستان په اړه د تحقیقاتي غونډې پرانېسته وکړه او په خپل ابتدايي بیان کې وویل د لوړ رتبه پوځي چارواکو د مشورو برعکس بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا فېصله وکړه. "دا یو داسې فېصله ده چې زه يې مخالفت کوم"
هغه وویل وایټ هاوس او سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت په افغانستان کې سنګین ځمکني حقیقتونه نظرانداز کړي وو او د حالاتو ګلورین تصویر يې وړاندې کولو.
د صدر بایډن په حکومت د تنقید په ترڅ کې هغه وویل چې هغه افغانانو چې په افغانستان کې يې د امریکايي مرسته او د تحفظ وعده يې ورسره کړې وه، امریکايي حکومت شاته پرېښودي دي. هغه وویل د صدر بایډن حکومت خپل فرض نظر انداز کړی و.
مېک مېکال د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت په ۲۶ نېټه د کابل هوايي اډې نه بهر د ځانمرګي حملې ذکر هم وکړو چې ۱۳ امریکايان په کې وژل شوي دي. هغه وویل دغه په لسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایانو دپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د خارجه د کمېټۍ د واکمن د ډېموکرېټک پارټۍ رکن ګرېګري ميکس افغانستان نه د امریکایانو د راوېستلو په د صدر بایډن د فېصلې دفاع وکړه.
هغه وویل د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني حکومت د توقع نه مخکې ړنګ شو او په نتیجه کې یې طالبانو په چټکتیا کابل ونيولو.
هغه وویل د صدر بایډن حکومت د افغانانو دپاره د خصوصي اميګرېشن ويزو دپاره د مرکو یا انټروېز لړۍ بیا شروع کړې ده. هغه وویل د ۱۲۰۰۰۰ نه زیات کسان د انخلا په مهال د افغانستان نه راوېستل شوي دي.
په خپله وېب پاڼه پرېس رېلیز کې د هاوس د خارجه چارو کمېټۍ وویل کمېټي به افغانستان نه د امريکې د ستنېدو په مهال او د دې نه وروسته د امریکې حکومت د کړکېچنې بېړنۍ انخلا جاج اخلي.
د حزب اختلاف ريپلېکن پارټۍ د هاوس غړی مایکل ټامس مېکال د کمېټۍ مشري او په اورونه کې به د کانګرس د غړو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو پخواني عسکر وېنا کوي.
د افغانستان په اړه د خپلو تحقیقاتو په باره کې کمېټۍ ویلي چې افغانستان نه د لانجمنې انخلا په اړه د هغو پوښتنو جوابونه به ترلاسه کوي چې کانګرس، په افغانستان کې پاتې شوي امریکایان او د امريکې ولس يې مستحق دي.
کمېټۍ ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا د یو کال پوره کېدو نه پس هم د صدر جوبایډن حکومت د معلوماتو حاصلولو دپاره د کمېټۍ د غوښتنو مخه نیولې ده.
کمېټۍ وویل واکمنه ډېموکرېټېک پارټي ناکامه شوې چې افغانستان نه د کړکېچنې انخلا په اړه د حکومت احتساب وکړي.
د افغانستان نه ورستی امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت د ۳۱ مې نېټې په شپه ووتلو.
امریکايي انخلا د هغې لوظنامې نتیجه وه چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۲۰ کې د طالبانو سره په دوحه کې دستخط کړه. په معاهده کې افغانستان نه د امریکايي او د نورو نړیوالو ځواکونو د ستنېدو نېټه ټاکل شوې وه.
صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو دفاع وکوي.
د کال ۲۰۲۱ د اګست په ۱۶ نېټه افغانستان نه د انخلا په اړه خپل تقریر کې بایډن وویل چې د امریکايي ولس سره کړی لوظ چې د افغانستان نه به امریکايي ځواکونو راوباسي، د دغه لوظ احترام يې وکړو. ما ته معلومه ده چې ځما به فېصله به تنقید کېږي خو زه دا غوره ګڼم په ځای د دې چې دا فېصله بل صدر ته پرېږدم، ټول دغه تنقید به زه واخلم.
کمېټۍ ویلي د افغانستان په اړه د امریکې په تګلاره کې د دوامداره ناکامیو، طالبانو سره د صدر بایډن د ښکیلتیا، افغانستان نه د امریکایانو او د افغان همکارانو په انخلا کې د ناکامۍ، د افغان ښځو او جینکو د زورول کېدو په اړه د امریکې د موثره جواب د نيشت والي، د بشري امداد د مصرف او په سیمه کې د ترهګرۍ په ضد د صلاحیتونو د کمي په اړه سخت تحقیقات کوي.
د کال ۲۰۲۱ د اګست د شپاړسمې نېټې په تقریر کې صدر بایډن وویل په افغانستان کې د امریکي مشن د قوم د جوړولو نه و بلکې په امریکې ترهګرو د حملې مخه نیول وو.
بايډن امریکې په یو شمېر ملکونو کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي، د دې باوجود چې هلته امریکايي ځواکونه موجود نه وو. که ضروري نو مونږ به په افغانستان کې هم دغه شان کوو.
هغه زیاته کړه امریکې داسې صلاحیتونه لري چې سيمې نه د ترهګرۍ په خطر د افق نه نظر وساتي او که ضرورت و نو په چټګتیا او په فېصله کن انداز کې ګامونه پورته کړي.