د ترهګرۍ ضد پولیسو کراچۍ نه د حافظ ګل بهادر ډلې د "دوو ترهګرو "د نیولو دعوه کړې ده

د ترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي پولیسو دعوه کړې چې د پاکستان د ستر اقتصادي ښار کراچۍ څخه یې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې دوه "مهم ترهګر" نیولي دي.

ډان ورځپاڼې د سي ټي ډي د پولیسو د مشر یا ډي آي جي اصف اعجاز شیخ له خولې ویلي دا ترهګر د کراچۍ د جنجال ګوټ سیمې څخه د عملیاتو په مهال نیول شوي دي.

د پولیسو دغه مشر ویلي چې نیول شوو ترهګرو د ټولنیزو رسنیو د شبکې له لارې په افغانستان کې د ټي ټي پي سره تماسونه درلودل اؤ د تحریک طالبان پاکستان لپاره یې پنګې راټولولې.

هغه ویلي نیول شوي ترهګر د وزیرستان دي اؤ له پنګو راټولولو وروسته اوس اوس کراچۍ ته د عملیاتو لپاره راغلي وؤ چې د سي ټي ډي د ترهګرۍ ضد څانګې ونیول.

خو د پولیسو دغه مشر بیا د ترهګرۍ پېښو کې د هغوي د ککړتیا یا د حافظ ګل بهادر ډلې سره د تړاؤ په اړه هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی، یوازې دومره یې ویلي چې نیول شوؤ کسانو ټي ټي پي لپاره کومې پیسې راټولې کړې وې هغه ترې هم ترلاسه شوي دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه اؤ بریدونه یو وارې بیا چټک شوي اؤ پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډيز نومې څېړنیزه اداره پخپل رپورټ کې وایي د جون په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۲۷ پېښې مخې ته راغلي چې دې بریدونو کې ۲۱ په پښتونخوا اؤ شپږ په بلوچستان کې شوي دي.

د پي آي پي‌ ایس په رپورټ کې ویل شوي امنیتي ځواکونو اؤ د ترهګرۍ ضد محکمو پولیسو د جون میاشت کې د ورانکارو خلاف پینځه غټې کارروایۍ کړي دي چې تېره میاشت کې یې شمېره ۱۰ وه اؤ وايي په دې کارروایو کې ۱۷ ورانکاري وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دی.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه عملي کوي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ ترهګري دپاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۲م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي.‏