د پاکستان پنجاب صوبه کې د القاعده يو مشر نيول شوی، سي ټي ډي دعوه کړې، دغه تن د اسامه بن لادن نزدې کس او نوم یې د ملګرو ملتونو د بنديزونو فهرست کې شامل وو.
رويټرز خبري ادارې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو له قوله ویلي، د القاعده مشر امين الحق یې نيولی، او د 9/11 د ماسټر ماينډ اسامه بند لادن سره ډېر نزدې وو.
د پنجاب د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) ويلي، د امين الحق پرضد یې مقدمه درج کړې او په هغه د مهمو تاسيساتو (تنصيباتو) د تباه کولو تور لګول شوی دی.
خو په دغې اړه نور تفصیل نه دی ويل شوی.
سي ټي ډي ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې مهم پرمختګ شوی، سي ټي ډي د استخباراتي ادارو سره په ګډه یې په کامیابۍ سره د القاعده يو مشر امین الحق نيولی دی.
د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا (سلامتي کونسل) په وېب پاڼه د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، نيول شوی تن امين الحق صام خان د ملګرو ملتونو لخوا د بنديزونو سره مخ د القاعده او داعش غړو په فهرست کې شامل دی.
ملګرو ملتونو ویلي، د امين الحق نوم په دغه فهرست کې د کال 2001 د اکتوبر په میاشت کې د اسامه بن لادن يا طالبانو سره تړاو او مالي مرستو له امله اچول شوی وو.
ويل شوي، هغه به پېسې ټولولې، منصوبې جوړولې، اسانتياوې برابرولې، وسلې به یې اخستې او منتقل کولې او په دغو کارونو کې یې د اسامه بن لادن مرستې کولې.
د القاعده مشر اسامه بن لادن په کال 2011م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وژل شوی وو.
پنجاب صوبه کې سي ټي ډي وخت په وخت د تحریک طالبان پاکستان او القاعده د غړو د نیولو دعوې کوي.
څېړونکي وایي په پاکستان کې دا مهال د القاعده او نورو توندروه ډلو مرکزونه او نظریاتي بنیادونه په پنجاب صوبه کې دي خو په دغه صوبه کې بیا د امنیت وضعه هغه شان نه ده خرابه څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.