پاکستان: وروستیو پشکالي بارانونو کې په 154 مړه شوو کسانو کې 61 پښتونخوا کې مړه شوي

پاکستان کې په تیرو شپږو اوونيو کې د پشکالي بارانونو او سېلابونو په پېښو کې 154 کسان مړه شوي، د لومړۍ جولای څخه پيل شوو بارانونو کې 1500 کورونه اغېزمن شوي دي. دغه شمېرې اې پي خبري ادارې، پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې ( اېن ډي اېم اې) د چارواکو لخوا خپرې کړي دي.

ويل شوي، پاکستان کې په ځینو برخو کې بارانونه روان دي او ځينې برخې یې ډوبې کړي دي، بلوچستان کې یې باغونو ته تاوانونه اړولي دي، خو مړي زيات په ختيځ پنجاب او شمالي خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وي او اې ډيوه سره شريکو کړو شمېرو کې وویل، د لومړۍ جولايۍ څخه تر ننه پورې په صوبه کې پشکالي بارانونو او سېلابونو کې 61 کسان مړه او 102 ژوبل شوي دي.

ویل شوي، په مړه شوو کې 27 ماشومان، 22 سړي او 12 ښځې شامل دي او ژوبلو کې هم زيات 40 ماشومان دي.

ويل شوي، د بارانونو له امله 704 کورونه اغېزمن شوي، چې پکې 203 په بشپړ ډول اغېزمن شوي دي.

ويل شوي، د زیاتو بارانونو له امله د مړينو او ژوبلو او مالي تاوان پېښې په چترال، کوز او بره دير، مانسهره، بر کوهستان، ملاکنډ، کوز دير، شمالي او جنوبي وزیرستان، ټانک، کرک، چارسده، مردان صوابۍ، باجوړ، هنګو، مومندو، بونېر او شانګله کې شوي دي.

د 30م اګست پورې چترال کې بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.

پي ډي اېم اې ويلي، د اغېزمنو ضلعو د مرستو دپاره 11 کروړه او 50لکه روپۍ جاري کړل شوي، او امدادي سامانونه هم لېږل شوي دي.

پاکستان کې د موسمياتو محکمې د اګست په میاشت کې د معمول د بارانونو سره په شمال ختيځ پنجاب او جنوب ختيځ سيند کې د زیاتو بارانونو کېدو امکان څرګند کړی دی.

په ملک کې د تودوخې د کچې د معمول څخه لږې کمې، او خېبرپښتونخوا کې د معمول څخه زیاتې ګرمۍ ويل شوي دي، او د بلوچستان صوبې په جنوب لويديځ کې هم د معمول څخه زيات تود موسم وړاندوينه شوې ده.

خو ورسره د خېبرپښتونخوا په برنو غرييزو سيمو او ښاري علاقو کې د سېلابونو راتلو اندېښنه څرګنده کړل شوې او ويل شوي، د خېبرپښتونخوا په برنو سيمو کې په غرونو د واورو ويلې کېدو سره په دريای کابل او دريای سيند کې د اوبو کچه سېوا کېدی شي.

(په خبر کې ځينې معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)