د ډېموکرېټېک پارټۍ نېشنل کنوېنشن به کاملا هېرېس په رسمي ډول د صدارت امیدواره نامزد کړي

هېرېس او والز

د امریکې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ نېشنل کنوېنش یا غونډه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سږ کال په صدارتي انتخاب کې نایب صدره کاملا هېرېس په رسمي ډول د پارټۍ امیدواره اعلان کړي.

د امریکې نوی صدر د منتخب کولو دپاره انتخاب د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکی دی او هېرېس به د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي.

ډېموکرېټېک پارټۍ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نایب صدارت دپاره د مېنېسوټا ریاست ګورنر ټېم والز خپل امیدوار اعلان کړو. سېنېټر جی ډي وېنس د نایب صدارت دپاره د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار دی.

هېرېس به د زیارت، پنجشنبې، په ماسختون په شېاګو ښار کې د ډېموکرېټېک پارټۍ کنوېشن ته د غونډې په اخېرۍ ورځ خپل تقریر کې د ممکنه صدرې په توګه ملک دپاره خپله نظریه وړاندې کوي.

ټرمپ او جی ډي وېنس

یوه میاشت وړاندې چې موجوده صدر جوبایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره د خپل کېمپېن نه لاس په سر شو نو هېرېس یې نامزد کړه.

هېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ کنوېنشن ته مختصر وېنا کې د بایډن شکریه ادا او د هغه د خدماتو ستاینه يې وکړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کنوېشن ته د هېرېس د خطاب نه مخکې به د ډېموکرېټېک پارټۍ ځینې نور مرکزي مشران او دپارټۍ ملاتړي تقریرونه کوي.

هېرېس به وړمبۍ تور پوستي او جنوبي اېشیايي نژاد سیاسي مشره وي چې په صدارتي انتخاب کې به د یو لوې پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړي.

یوه ورځ وړاندې والز کنوېشن ته وېنا وکړه او د هېرېس شکریه يې ادا کړه چې د هغه په قول صدارتي انتخابي کېمپېن ته يې خوشحالي راوړله.

زیاتره امریکایانو به د دې نه مخکې د والز په اړه څه نه وو اورېدلي. د شورو، چهارشنبې، په شپه خپل تقریر کې والز د خپل ځان پېژندګلو وکړه او خپل پس منظر یې وړاندې کړو.