د غزې پټۍ د روغتون سرچینې وایي د سه شنبې- نهې په ورځ پر یوه سکول د اسرایلي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه 29 کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا په تېرو څلورو ورځو کې څلورمه حمله ده چې پر سکولونو کیږي.
په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د غزې د خان یونس سیمې النصر روغتون ته وړل شوي دي، د هسپتال سرچینې وایي بمباري د خان یونس په جنوب کې په عبسان سیمه کې د العوده سکول دروازې ته نیزدې شوې ده.
اسرایلي پوځ ویلي د پېښې په اړه د وروستیو رپوټونو پلټنه کوي، خو د تېر شنبې- خالي له ورځې راهیسې د غزې پر هغو سکولونو باندې د درو نورو بریدونو اعتراف یې کړی چې بې ځایه شوي فلسطینیان د سرپناه په توګه کار ترې اخلي.
د حماس تر واک لاندې حکومت د رسنیو دفتر پر اسرایل تور پورې کړی چې دغه "وحشیانه قتلِ عام" یې کړی، وایي په بریدونو کې لږ تر لږه 29 کسان وژل شوي دي چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
یوه عیني شاهد محمد سوکر د سه شنبې- نهې د ورځې د برید په اړه ویلي، "موږ د سکول په دروازه کې ناست وو، چې ناڅاپه او له کومې خبرتیا پرته راکټونه را وویشتل شول".
اسرایلي ځواکونو د حماس د مشرانو پر هغه خبرداري باوجود د سه شنبې- نهې په ورځ په غزه کې خپل عملیات لا پسې پراخ کړي دي چې وایي دا بریدونه به یې د ډزبندۍ روانې خبرې زیانمنې کړي.
د اسرایل پوځ دعوه کړې ده چې ځواکونو یې په شجاعیه سیمه کې جګړه کړې او په لسګونو وسلوال یې وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د سه شنبې- نهې په ورځ د اسرایل د عملیاتو او د ملکي وګړو د ایستلو د وروستي امر په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
اسرایل دعوه کوي چې په تېرو درو بریدونو کې یې هغه وسلوال په نخښه کړي دي چې وایي په دغو سکولونو کې یې پناه اخیستې وه.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا د شنبې- خالي په ورځ هم د غزې د مرکزي برخې په النصرت سیمه کې د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې چلېدونکي الجوني سکول باندې د اسرایل په برید کې 16 کسان وژل شوي وو.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره، یو این آر ډبلیو اې ویلي چې په هغه وخت کې په دې سکول کې 2,000 تنو پناه اخیستې وه.
د ښاري دفاع ادارې په وینا په بله ورځ یعنې د اتوار- یکشنبې په ورځ په غزه کې د کلیسا تر انتظام لاندې چلېدونکي هولي فېمیلي سکول باندې په برید کې هم څلور کسان وژل شوي وو.
د سکول انتظامیې ویلي چې د برید په وخت په ودانۍ کې په سلګونو کسان موجود وو.
د ګل- دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ادارې یو این آر ډبلیو اې تر انتظام لاندې چلېدونکی یو بل سکول هم په نخښه شوی وو، چې د سیمه ییز روغتون په وینا له پېښې وروسته ډېر خلک د علاج لپاره ور وړل شوي وو.
اسرایلي ځواکونه وایي دوی "ګڼ شمېر هغه ترهګر" په نخښه کړي دي چې له سکولونو یې د پناه ځای په توګه کار اخیسته.
حماس په وار وار د اسرایل دا دعوې رد کړې دي چې ګواکې له سکولونو، روغتونونو او نورو ملکي ودانیو د پوځي مقصدونو لپاره کار اخلي.
د یو این آر ډبلیو په وینا د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس له برید وروسته د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې پر سکولونو او نورو پناه ځایونو باندې د اسرایل په بریدونو کې تر 500 ډېر کسان وژل شوي دي.
یادونه: د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي او ځینې له رویټرز او اې پي هم اخیستل شوي دي.