د پاکستان پوځ نه - ډرون بریدونه طالبان وژني

د پاکستان په قبایلي سیمه کې ملا نذير بل مهم طالب کمانډر دی چې د پاکستان د پوځ لخوا نه، بلکه د ډرون په حمله کې وژل کیږي
د دې وړاندې په 2009م کال کې هم د ډرون په حمله کې د هغه وخت د طالبانو تر ټولو خطرناک مشر بیت الله محسود وژل شوی وو. د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د خپل سخر په کور کې د شپې ملاست وو چې د خپلې میرمن سره د میزايل په حمله کې ووژل شو. طالبانو تر ډیرې مودې د هغه وژنه پټه ساتلې وه. خو بیا په سوشل میډیا هر چا د هغه مړی ولیدو.
هم د پاکستاني طالبانو بل خطرناک او نزدی لومړی کمانډر نیک محمد وزیر په 2004م کې په جنوبي وزیرستان کې د ډرون په حمله کې وژل شوی وو. ډیر څیړونکې واېي په قبایلي سیمو کې د ډرون لومړۍ حمله هم په نیک محمد وزیر شوې وه.
د درې واړو وژل شوو پاکستاني طالب مشرانو په اړه یوه شریکه خبره دا ده چې دغو ټولو سره د پاکستان پوځ وخت په وخت روغې جوړې کړي. لومړۍ روغه هم په دوه زره څلورم کې د نیک محمد وزیر سره شوې وه. دغه شان بیت الله محسود سره په دوه زره اووم کې روغه شوې وه اوهم دغه کال کې د ملا نزیر سره هم پوځ روغه جوړه کړې وه.
د ډرون په حمله کې د نورو پیژندلو وژل شوو پاکستاني طالبانو کمانډرانو په لسټ کې د سوات د طالبانو کمانډر بن یامین هم دی. هغه د سوات نه د تښتیدو وروسته، په تیراه کې په یوه حمله کې وژل شوی وو. یو بل کمانډر حاجي عمر هم د ډرون حمله کې وژل شوی وو.
امریکې او افغانستان د پاکستاني پوځ د طالبانو سره په دغو روغو سختې نیوکې کړې وې. ځکه چې په هره روغه کې طالبانو وعده کړی وه چې په پاکستاني پوځ به حملې نه کوي. امریکه او افغانستان واېي دغه ډلې د خپلو خوندې ځایونو نه په افغانستان کې حملې کوي.
په ملا نذير ډله او حکیم الله محسود په مشرۍ کې د تحریک طالبان پاکستان کې لویې فرق دا دی، چې ملا نذير او د هغه مشر حافظ ګل بهادر سیمه کې د ازبکو تندلارو خلاف دي. او د هغوې پر ضد یې جګړه هم کړې. تحریک طالبان د ازبکو سره، بلخوا، نزدې اړیکې لري.
دویم توپیر یې دا دی چې ملا نذير او حافظ ګل بهادر یواځې په افغانستان کې د حملو ملګرتیا کوي . خو تحریک طالبان په پاکستان کې دننه او په پاکستانی پوځ هم حملې کوی.
او دریم دا چې په پاکستان کې حافظ ګل بهادر او ملا نذير (ښه) طالبان ګنل کیږي او تحریک طالبان ته
(بد ) طالبان ویل کیږي