کامله هېرس امریکا کې په وسلو بنديز نور سختول غواړي خو ډانلډ ټرمپ وایي د وسلو نه به بنديزونه پورته کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د امريکې د جارجيا رياست په يو های سکول کې د ډزو وروستۍ پېښه بوږنوونکې ده، په امريکا کې د نړۍ د نورو مالدارو هېوادونو په نسبت زيات خلک د وسلو د لاسه ژوند بايلي. مرستياله صدره کامله هېرس په وسلو بنديز نور سختول غواړي خو ډانلډ ټرمپ ژمنه کړې د وسلو نه به بنديزونه پورته کوي. تفصيل بختورشاه وړاندې کوي: