اسرائیل وائي مصر سره امن معاهده کې بدلون نه دی شوی

د سنائي په سیمه کې مصري عسکر

د اسرائیل خارجه وزیر ایوگډور لیبرمین وئیلې مصر سره په کال ١٩٧٩ کې شوې د امن په معاهده کې به څه بدلون نه تسلیموي.
د اتوار په ورځ د اسرائیل ریډیو سره مرکه کې ښاغلې لیبرمین وویل په کیمپ ډیوډ معاهده کې د معمولي بدولون تسلیمولو معمولي امکان هم موجود نه دی.
اسرائیلي خارجه وزیر خپله وینا په داسې مهال کړې ده چې مصر د سنائي په سیمه کې خپل پوځي شتون والی زیات کړی دی. د سنائي سیمه د اسرائیل په پوله پرته ده او وسله وال يي د اسرائیل خلاف د حملو د پاره استعمالوي.
اسرائیل د مصر نه غوښتنه کړې ده چې سنائي کې دې د مخ په زیاتې بې قانونۍ مخه وونیسي خو نه غواړي چې مصر سیمه کې د کیمپ ډیوډ د معاهدې د کچې زیات عسکر په دغه سیمه کې پرځائې کړې.
په سرحد باندې ورستۍ حمله کې د اسرائیل یو عسکر او درې وسله وال د جمعې په ورځ وژل شوې دي.