په مصر کې نوې آېين منظور، مخالفین واېي احتجاج به جاري ساتي

امکان دې د مصر انتخابي کمیشن به د ګل په ورځ د ریفرنډم نتېجې اعلانوي

په مصر کې د صدر محمد مرسي مخالفه سیاسي اتحاد ویلی د نوي آېین منظورۍ ورستو به هم مخالفت جاري ساتي.
د اتوار په ورځ په قاهره کې نیشنل سالویشن فرنټ ډلې یو خبری کانفرنس کې د انتخابي چارواکو نه غوښتنه کړی په آیني ریفرنډم کې شوې درغلیو پلیټنې دی اوشي.
د ریفرنډم دویمه مرحله د خالي په ورځ سر ته رسیدلې. په دویمه مرحله کې په 27و کې د 17و صوبو مصریانو خپلې راېي ورکړي دي. د ریفرنډم وړومبۍ مرحله د دسمبر په 15مه نیټه شوي وه.
په مصر کې د صدر محمد مرسي سیاسي ګوند اخوان المسلمین ویلي د غیر سرکاري نتیجو تر مخه د آېین په حق کې 64 فیصده مصریانو راېي ورکړي دي. ددغو غیر سرکاري نتېجو تر مخه په دویم پړاو کې 71 فیصده خلکو خپلې راېي ورکړې دي.
امکان دې د مصر انتخابي کمیشن به د ګل په ورځ د ریفرنډم نتېجې اعلانوي.
په مصر کې مخالفه سیاسي ډلې واېي په ریفرنډم کې د عدالتي څارنې دکموالي له وجې په دغه پروسه کې درغلۍ شوي دي. دریفرنډم نه ګنړو قاضیانو یا ججانو بایکاټ کړې وو.