مسلم ليگ (ن) په شميرل شوؤ ووټونو کې ترټولو مخکې روان دى

Pakistan Election

په پاکستان کې د2013ء د ترسره شوؤ انتخاباتو دغيرحتمي نتيجو مخې ته راتلل پيل شوي اؤ په دغه نتيجو کې دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر اؤ پخواني وزيراعظم ميا نواز شريف نۀ يوازې پخپله داين اى – 68 سرگودهې څخه کامياب شوى بلکې دهغه گوند مسلم ليگ (ن) هم په مرکزي کچ ترټولو وړاندې روان دى
دغير سرکاري اؤ غيرحتمي نتجو ترمخه تردې مهاله چې دپاکستان په څومره سيمو کې د ووټو شميره روانه ده هغې کې دپخواني وزيراعظم په مشرۍ مسلم ليگ(ن) ترټولو مخکې روان دىاؤ اؤ تردې مهاله يې دقومي اسمبلۍ 113 چوکو باندې اميدوارانوپه شميرل شوؤ ووټونوکې ترټولو زيات ووټونه اخستې .
همدغه شان دعمران خان په مشرۍدپاکستان تحريک انصاف دقومي اسمبلۍ38،دپاکستان پيپلزپارټۍ 32 اؤ 24اميدواران په مخ روان دي
دغير سرکاري نتيجو ترمخه پښتون قام پرسته گوند عوامي نيشنل پارټۍ د بلوچستان د قلعه سيف الله څخه دقومي اسمبلۍ يوه اؤ جماعت اسلامي هم دخيبر پښتونخوا د ديرسيمې څخه يوه چوکۍ گټلې ده
دووټونو شميره تر دې مهاله روانه ده ، خو دشوې شميرې له مخې په خيبرپښتونخوا صوبه کې پاکستان تحريک انصاف ، په پنجاب کې مسلم ليگ(ن) اؤ په سندهـ صوبه کې پاکستان پيپلز پارټي اؤ مسلم ليگ(فنکشنل) په مخ روان دي.
دبلوچستان صوبې دنتيجو صورتحال تر دې مهاله نۀ دى واضحه شوى.
دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ دنوميالي مشر حاجي غلام احمدبلور ترمينځ چې کومه مقابله شوې ده ، په هغې کې عمران خان تر دې مهاله دووټونو دشوې شميرې له مخې مخکې اؤ حاجي بلور وروستو روان دى اؤ حاجي غلام احمد بلور ميډيا سره خبرو کې خپله ماتې منلې ده.
همدغه راز دچارسدې په حلقه اين اى -7 دجمعيت علماء اسلام اميدوار مولانا گوهر شاه اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي وروستو روان دى خو د ډيره اسماعيل خان څخه دقومي اسمبلۍ دپاره دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان تردې دمه دشميرل شوؤ ووټونو ترمخه کامياب روان دى.
په چارسده کې دقومي اسمبلۍ دپاره دقومي وطن پارټۍ اميدوار افتاب شيرپاؤ هم په مخکې روان دى.
په خيبر پښتونخوا صوبه کې تردې دمه دصوبايي اسمبلۍ دشميرل شوؤ ووټونو ترمخه دپاکستان تحريک انصاف 16 اميدواران مخ په وړاندې روان دي اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ يو اميدوار هم د ډاډ وړ ووټونه نۀ دي ترلاسه کړي.