د افغانستان دپاره د یورپي یونین استازی وايي طالبان دې ټول شموله حکومت جوړ کړي

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو د عدم موجودګۍ او د جینکو په تعلیم او د ښځو په کار روزګار د طالبانو د قدغنونو غندنه کړې ده او وايي طالبان تر هغه وخت په رسمي ډول نشي تسلېمېدی ترڅو پورې چې يې دغه ګامونه بېرته نه وي اخیستي

د افغانستان دپاره د یورپي ملکونو استازي ټامس نېکلاسن یو یوارې بیا په طالبانو غږ کړی چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د افغانستان ګاونډي ملکونه تشویش لري چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیتونه کوي.

بلخوا، د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي هندوستان دې هغه افغان کډوال ازاد کړي چې په افغانستان کې د هزاره ټولنې خلاف د ورستۍ حملې خلاف يې په نوي ډلې کې مظاهره کوله او هندي پولیس ګرفتار کړي دي.

په نوي دلي کې د افغانانو د ګرفتارۍ په اړه اېمېنسټي انټرنېشنل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر پېغامونو کې وویل چې افغانانو د کابل په کاج تعلیمي مرکز د حملې خلاف پرامنه احتجاج کولو. ادارې وویل پکار نه ده چې افغانان یوازې په دې سبب نیول شوی وی چې د مظاهرې دپاره یې وړاندې اجازت نه وو اخیستی.

اېمېنسټي انټرنېشنل دا نه دي ویلي چې ایا د افغانانو د ګرفتارۍ په اړه د هندوستان څه دریځ مخې ته راغلی او که نا؟ او دا چې د هند پولیس په څومره شمېره کې افغانان نیولي دي.

د کابل په کاج تعلیمي مرکز ځانمرګي حمله کې د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي، چې زیاتره جینکۍ زدکونکي او د هزاره ټولنې غړي دي.

په کابل کې د ورستۍ حملې د مسولیت په اړه چا د دعوې په اړه رپورټ مخې ته نه دی راغلی خو د داعش خراسان ډلې په کابل کې د شیعه مسلمانانو خلاف د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.

د افغانستان دپاره د یورپین یونین استازي ټامس نکلاسن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان ګاونډي ملکونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه تشویش لري.

د وي او ای اشنا څانګې د معلوماتو ترمخه، یورپي استازي وویل طالبانو د افغانستان ګاونډي ملکونو ته دا اطمینان نه دی ورکړی چې دغه ډلې به د دوی دپاره څه خطر نه وي.

د اشنا څانګې د معلوماتو ترمخه، د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې طالبان نړیوالې‌ ټولنې ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل ملک خلاف نه استعمالېږي.

د کابل په خبري کانفرنس کې د یورپين یونین استازي دا غوښتنه هم تکرار کړه چې طالبان دې ټول شموله حکومت جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه د نړیوالې ټولنې صبر تمامېږي او طالبان موقع دلاسه ورکوي.

طالبان خپل حکومت ټولې شموله بلي، وايي د افغانستان ټول قومونه پکې نمایندګي لري.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو د عدم موجودګۍ او د جینکو په تعلیم او د ښځو په کار روزګار د طالبانو د قدغنونو غندنه کړې ده او وايي طالبان تر هغه وخت په رسمي ډول نشي تسلېمېدی ترڅو پورې چې يې دغه ګامونه بېرته نه وي اخیستي.