په امريکا کې د مينځمهاله ټاکنو نتيجې ښيي چې د کانګرس په ايوان نماېندګان يا هاوس کې د حکومت مخالفه ريپبلکن پارټۍ اکثريت دی خو په سېنېټ کې د صدر جوبایډن واکمن ډيموکرېټ ګوند وړاندې دی او په داسې کې څيړونکي وايي اینده 118 کانګرس به په قانون سازۍ کې د ډېرو مشکلاتو سره مخامخ وي ځکه چې یوه پارټي هم واضحه اکثریت نه لري.
په هاوس يا ايوان نماېندګان کې د حکومت مخالفه ريپبلکن کنټرول دی او په سېنټ کې واکمن ډيموکرېټ ته په يوه څوکۍ برتري ترلاسه ده.
په جورجیا ریاست کې د سېنېټ په یوه څوکۍ د ډسمبر په میاشت کې سر دوباره انتخابات کېدونکي دي او که چېرې دغه څوکۍ ريپبلکن ګوند وګټله نو په سېنېټ کې به د دواړو پارټيو څوکۍ برابرې شي.
د امريکن يونيورسټۍ پروفېسر جېمز تهربر وايي په دې نو منتخب کانګرس کې به د قانون سازۍ نه زيات خپل مينځي کړکېچ او جګړې وي
پروفېسر تهربر وویل "کانګرس به د قانون سازۍ په لاره کې د خنډانو او کړکېچ سره مخ وي او حکومت به په آسانۍ سره کار نه شي کولی او د راتلونکي انتخاباتو پورې به په کېپټل هېل کې د قانون سازۍ نه زيات د صدارتي او کانګرېس د انتخاباتو د کېمپېن کشالې روانې وي،"
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امريکايانو له د راتلونکې کانګرس نه کومې هېلې ساتل پکار دي؟ په هاروډ کېنډي سکول کې د ولسي پاليسۍ استاد ډيوډ کنګ ووېل، "د بدقسمتۍ نه امريکايانو د پآره هېڅ بدلون نشته،او د فېصلې اختيار به په کانګرېس کې د څو مشرانو په لاسونو کې وي او يو ګوند به هم نه غواړي چې خپل ملاتړ وبايلي"
نوموړي زياته کړه، د کانګرس غړو په لاسونو کې به ډېر اختيار نه وي او په ډېرو پالیسو کې به حکومت ته فېصله کول ګران وي.
څيړونکي وايي راتلونکي دوه کاله به د صدرباېډن د پاره په موجوده ګانګرس کې فېصلې کول ډېر ګرانې وي خو ځينې داسې فېصلې چې مخالفه ريپبلکن يې هم پلوي کوي هغه به په اسانه کېږي.
رېپبلکن ګوند تېره ورځ د کانګرس په ايوان نماېندګان کې د سپيکر د پاره انتخابات وکړل او موجوده مشر مېک آرتي يې په دغه مهمه څوکۍ وټاکلو.
په سېنېټ کې يو ځل بيا چک شومر د اکثريتي پارټۍ د مشر په څوکۍ وټاکل شو او د تېر کانګرس په څير مېچ مېکانل د مخالفه ډلو مشر ټاکل شوی دی.
هر څه که په موجوده کانګرس کې به صدر جوباېډن په خلاص مټ فېصلې و نه کړی شي خو څيړونکي وايي په ايميګرېش او د پولو په خوندي کولو کې به ورسره مخالفه ريپبلکن ګوند همکاري وکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال راب ګارور د رپورټ نه اخیستل شوي دي