د اېف بي ايي مشر وايي د ترهګرۍ په شمول امریکې ته دا وخت په خطراتو کې اضافه شوې ده

د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي ډرېکټر یا مشر کرېسټوفر ری

د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي ډرېکټر یا مشر کرېسټوفر ری ویلي د ترهګرۍ په شمول امریکا دا وخت په یو شمېر ګواښونو د اضافې سره مخامخ ده او داسې څه وخت ورته نه یادېږي چې هېواد ته يې په یو ځای په دومره شمېره کې مختلف خطرات راپورته شوي وي.

ری دغه خبرې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اېسوسي اېټېډپرېس سره په خصوصي مرکه کې په داسې حال کې وکړې چې د امریکې دننه او په نړیواله کچه د ترهګرۍ، د چین د استخباراتي کوښښونو او د امریکې په انتخاباتو کې د مداخلت په اړه د اېف بي ايي تشویش زیات شوی دی.

ری وویل په دې اړه تشویش لري چې په یو ځای دومره خطرات راپورته کېدلو قانون د نافذ کوونکو ادارو سړي او ښځینه کارکوونکي د مشکلاتو سره مخامخ کړي دي خو د همکاریو دلارې په دغه مشکلاتو قابو موندل کېدی شي.

ری د تېرو څلو میاشتو راهسې امریکې ته په خطراتو کې د اضافې خبرې کوي. د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته ری دا خبرداری ورکول شروع کړل چې دغه حملې نورو وسله والو ته د داسې ډول حملو حوصله ورکولی شي چې د داعش وروسته نه دي لیدل شوي.

اېف بي ایي د امریکې جنوبي سرحد سره د تړلو شوو خطراتو مخینوی هم کوي چېرته چې د جون په میاشت د تاجکستان اته شهریان داعش سره د تعلق په شک کې نیول شوي دي.

امریکايي چارواکي په انتخاباتو کې د غېر ملکي مداخلت د مخنیوي دپاره هم ګامونه پورته کوي. اېف بي ايي او نورو ادارو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ایران د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د انتخابي کېمپېن په ضد د هېکېنګ او د صدر بایډن او د کاملا هېرېس د امنیت په انتظاماتو کې د مداخلت کوښښونه کړي دي چې د امریکې په سیاست کې لاس وهنه ده.

ری امریکې ته د ګواښونو په اړه د تحقیقاتو په اړه په خصوصي توګه د څه وېلو نه ډډه وکړه خو ويې وېل چې د سایبر حملو په اړه پلټنې دوام لري.