د هندوستان چارواکو د شنبې- خالي په ورځ وویل، د ملک په شمالي برخه کې په یو روغتون کې اور لګېدلی چې وایي له کبله یې 10 نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي او 16 ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا د اور لګېدنې دا پېښه د جمعې په شپه ناوخته د اترپردېش ایالت په جانسي ښار کې د مهاراني لکشمیبای مېډیکل کالج په نوم روغتون کې د اکسیجن مشین د خرابوالي له امله شوې ده.
د دې مېډیکل کالج مشر ډاکټر نریندر سینګ سینګر وایي، د دوی له ډېرو هڅو سره سره "له بده مرغه 10 ماشومان مړه شوي" دي.
ډاکټر سینګر وویل 39 ژغورل شوي ماشومان په ښه روغتیايي حالت کې دي. له دې وړاندې ځایي رسنیو ویلي وو چې په دې پېښه کې 16 ماشومان سخت ټپیان شوي دي.
د پېښې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې په وارډ کې دننه د ماشومانو د خوب تختونه او دیوالونه سوځېدلي دي او غمجنې کورنۍ بهر انتظار کوي.
د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي پر خپل ایکس په یو پوسټ کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو بوږنوونکې مړینه "زړه دردوونکې" بللې او لیکلي یې دي:
"زه له هغو کسانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوم چې خپل معصوم ماشومان یې وبایلل. زه دوی ته له خدایه د دې لوی زیان د زغملو توان غواړم".
یوې مور چې خپل سر یې په دواړو لاسونو کلک نیولی وو په ژړغوني اواز یې وویل، "زما ماشوم د تل لپاره لاړ".
ژغورل شوي ماشومان د روغتون یوې بلې نوې څانګې ته لېږدول شوي او علاج یې روان دی.
د روغتون د مشر ډاکټر سینګر په وینا ډاکټرانو او نرسانو د ځان پروا نه ده کړې او د ماشومانو د ژغورلو لپاره یې د اور لمبو ته ور دانګلي دي، "د دوی مننه کوم، 39 ماشومان یې وژغورل، دوی ریښتیني اتلان دي".
د اترپردېش وزیراعلی یوګي ادیتیانات هرې غمجنې کورنۍ ته د 500,000 هندي روپیو یا 5,900 ډالرو معاوضې اعلان کړی دی. وزیراعظم مودي هم د هر مړه شوي ماشوم کورنۍ ته د دوه لکه او د زخمي ماشوم کورنۍ ته د پینځوس زره روپیو ورکولو اعلان کړی دی.
د پولیسو یو مشر ګیانندرا کمار سینګ وایي، کېدای شي اور د هغه مشین له یوې پرزې لګېدلی وي چې په هوا کې د اکسیجن د زیاتولو لپاره کارول کېږي. کمار سینګ وایي، ټول ژغورل شوي ماشومان خوندي دي او تر "علاج یې روان دی".
د اترپردیش ایالت مرستیال وزیر براجیش پاټک د ماشومانو کورنیو ته د پېښې د بشپړې پلټنې ډاډ ورکړی او وایي په فرورۍ کې د روغتون د خوندیتوب په اړه پلټنې شوې او له هغې درې میاشتې وروسته یې په دې روغتون کې د اور وژنې مشق هم کړی دی. پاټک وایي:
"د اور لګېدلو د سبب په اړه به پلټنې وشي که کومه نیمګړتیا وموندل شي له ذمه وارو کسانو سره به سخت چلند وشي او یو به هم ونه بخښل شي".
په هند کې د اور وژنې د سامان آلاتو د نشتوالي او د خوندیتوب د اصولو د نه عملي کولو له امله د اور لګېدو پېښې ډېرې معمول دي. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې هم د نوي ډیلي د ماشومانو په یو روغتون کې د اور لګېدو له امله شپږ ماشومان مړه شوي وو.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستلو شوي دي.