د امریکې د کېلیفورنیا ایالت په لاس اینجلس ښار کې د یکشنبې- اتوار په ورځ په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو هڅې روانې وې، خو چارواکي وایي د تېزو بادونو له کبله اور ځینو نورو خوندي سیمو ته هم خپور شوی دی.
د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دې پراخ اور دې ګڼ مېشته ښار ته تللې لارې او د ټولنو په بڼه کورونه په کنډوالو بدل کړي دي او تر اوسه پورې پکې لږ تر لږه د 24 کسانو مړینه تایيد شوې خو چارواکي وېره څرګندوي چې نور مړي به هم وي.
ځايي چارواکو وېره څرګنده کړې چې د اور په خپرېدو سره به ډېرې ګڼې مېشتې سیمې له خطر سره مخ شي او د ښار ځینې مهمې نخښې به پکې ختم شي چې پکې د هنري اثارو د میوزیم ګیټي موزیم په ګډون د کېلیفورنیا پوهنتون هم شامل دی.
که څه هم د فضایي عملې د کره عملیاتو په ګډون د اور وژنې هڅې په چټکۍ دوام لري خو د «پېلیسیډز اور» په زیاتېدو دی چې په ختیځ کې د «ګیتي سنټر» په نوم تر قیمتي هنري میوزیم او په شمال کې تر ګڼ مېشتې درې «سان فرنېنډو» پورې خپور شوی دی.
دې بې قابو اور په ځینو سیمو کې کورونه په ایرو بدل کړي دي او د موټرو په ګډون یې اوسپنیز وسایل هم په بشپړه توګه ویلې کړي دي. دا پېښه د لاس انجلس په تاریخ کې تر ټولو بده اور لګېدنه بلل شوې ده.
په دې سیمه کې د تېزو بادونو له امله اټکل شوی وو چې په راتلونکو ورځو کې به لګېدلی اور نورو سیمو ته هم پسې وغزېږي.
د امریکې د موسمیاتو ملي اداره وایي، "له بده مرغه د کېلیفورنیا په جنوبي برخه کې به نن بیا د اور لګېدو او د هوا د خرابوالي له امله حالت لا زیات شدید شي او لږ تر لږه د راتلونکې اوونۍ تر لومړیو ورځو به دوام وکړي."
د موسمیاتو اداره وایي، کېدای شي د تېزو بادونو له امله اور لا پسې خپور شي او خوندي سیمو ته ورسېږي.
د موسمیاتو د ادارې د معلوماتو له مخې له « پېسیفیک پېلیسیډز» ښاره پیل شوي اور تر اوسه 23,600 ایکړه ځمکه لاندې کړې ده او په «ایټون» ښار کې اور بیا په 14,000 ایکړه ځمکه کې خپور شوی.
رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه پورې تر 12,000 زیاتې ودانۍ سوځېدلې دي، خو د کېلیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې اداره وایي دا سوځېدلي ټول کورونه نه وو او په دې کې له کورني استعمال پرته ودانۍ او ګرځنده کورونه هم شامل دي.
د اور په سیمو کې د کورونو او سټورونو د لوټ کېدو په اړه رپوټونو چارواکي مجبوره کړي چې د شپې د خلکو پر ګرځېدو بندیز ولګوي، له دې کبله پولیسو او ملي ګارډ په سیمه کې پوستې جوړې کړې او عادي وګړو تګ راتګ ته نه پرېږدي.
د تلاشۍ دغو چیک پوسټونو د سیمې اصلي اوسېدونکي هم له ستونځو سره مخامخ کړي چې نه شي کولای د خپلو کورونو لیدلو ته لاړ شي او باید په ساعتونو په کتار کې ودرېږي چې ورته د تګ اجازه ورکړل شي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې حالت د ناسم انتظام په اړه شکایتونه کړي دي او د کېلیفورنیا ګورنر ګفین نیوسم په دې تړاو د پراخو تحقیقاتو امر کړی دی.
د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د کېلیفورنیا ایالتي چارواکي نااهله بللي او وایي خپلې دندې یې په سمه توګه نه دي په ترسره کړې.
ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ باندې لیکلي، "په لاس اینجلس کې لا هم اور دوام لري، نااهله سیاستوال په دې نه پوهېږي چې څه ډول یې مخه ونیسي. دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو بد ناورین دی."
تر اوسه د دې اور لګېدو اصلي سبب نه دی معلوم شوی او د امریکې د فیډرال حکومت د تحقیقاتو ادارې چارواکي او نورې ادارې په دې اړه پلټنې کوي چې د پېښې اصلي سبب معلوم کړي.
د اور لګېدو او نور پسې پراخېدو له کبله زرګونه کورنۍ د کرایي کورونو د موندلو له ستونځې سره مخامخ دي او د چارواکو د اندازو له مخې په دې اور کې تر اوسه د شاوخوا 150 ارب ډالره زیان اوښتی دی.