پاکستان کې غربت او خوراک ته نه رسائي

د خوراک عالمي اداره وائي پاکستان کې هر کس د غربت په وجه توله خوراک ته رسائي نه لري

د ملگرو ملتونو د خوراک ادارې یا ورلډ فوډ پروگرام یو چارواکی وائي که څه هم پاکستان کې د خوراک د پیداوار کومه مسله نشته خو د غربت په وجه هر تن توله خوراک ته رسائي نه لري.

اسلام آباد کې د ادارې ترجمان امجد جمال وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وئیلي د صحت من ژوند د پاره هر پاکستانی توله خوراک ته لاس رسائي نشې کولی.

امجد جمال وائي د پاکستان د نور برخو په رنگ خیبر پوښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د ترهگرۍ او امن د نشت والي په وجه مناسب خوراک ته لاس رسونه هم گرانه شوې ده.

پاکستان کې د خوراک د صورتحال په حقله نور معلومات اسلام آباد کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: