په پاکستان کې له وفاقي بجټ وړاندې کېدو نه وروسته نن پرله پسې په دویمه ورځ هم د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی. د ونډو په بازار کې نن د جمعې په ورځ انډیکس د ۷۷ زره پوانټونو له نوي برید ور اوښتی دی.
د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ؤ چې د هغې په سبا (د زیارت په ورځ ) د ونډو بازار په ریکاډ کچه په بره تللی ؤ اؤ د کاروباري فعالیت په مهال په یوه ورځ کې له څلورو نفسیاتي کچو له اوښتو نوی ریکارډ جوړ شوی ؤ.
پاکستاني مطبوعات وایي چې نن د جمعې په ورځ هم د ونډو بازار کې د کاروبار په پیل کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ابتدایي توګه د ۱۸۶ پواینټونو د تېزۍ سره کاروبار پیل شو اؤ ۱۰۰ انډیکس د ۷۶ زره اؤ ۱۰۷۳ پواینټونو کچې ته ورسېدو.
تر دې وروسته کاروبار کې نوره چټکتیا هم راغله اؤ انډیکس د ۱۰۷۳ پوانټونو نه په تېزۍ سره د ملک په تاریخ کې په وړومبي ځل د ۷۷ زره پوانټونو له کچې هم واوښتو.
د ونډو په بازار کې په ریکارډ کچه د چټکتیا په نتیجه کې د کی ایس اي ۱۰۰ انډیکس د ۷۷۲۸۱ پوانټونو نوې کچې ته رسېدلی دی.
د ونډو د بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي.
د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وايي، "د بجټ نه وړاندې د پاکستان ونډو بازار کې اوازې وې او ويل کېدل چې په سټاک مارکيټ باندې به هم ټيکس لګول کېږي ځکه چې حکومت د ټېکسونو زيات هدف اېښودو ويلي وو خو د بجټ راتلو وروسته هغه اندېښنې ختمې شوې او چې کومه د 3500 پواينټونو کمي چې راغلې وه نن بازار هغه کمي بیا پوره کړه".
د ونډ وبازار کې د پانګه والو په خبره، دا وخت د مختلفو کاروباري سېکټرونو خلکو سره د ونډو بازار يواځينۍ لاره پاتې شوې چرته چې خلک خپلې پانګې محفوظې ګڼي ځکه چې حکومت په بجټ کې بل يو کوم داسې سيکټر نه دې پريښودی چې د ټيکسونه غټ بوج پرې نه وي اچول شوی.
پانګه وال عبدالروف وايي، "د ونډو بازار دپاره بجټ ښه او مضوبط وو خو ډيرو نورو کاروبارونو دپاره منفي ثابت شوی، نو چې څومره داسې کاروبارنو کې پانګې شوې دي هغه به اوس د ونډو بازار ته راځي، ښکاري چې راتلونکي څه وخت پورې به اوس دغه مارکيټ 75000 نه تر 85000 پواينټونو تر منځ کاروبار کوي"
اقتصاد پوهانو وايي که هر څو بجټ د ونډو په بازار زیات اثر نه دی غورځولی خو په بجټ کې چې کوم ټېکسونه لګول شوي، د هغې سره به ګراني نه کميږي بلکې نوره به سېوا کيږي، په عامو خلکو به یې زياتې اغېزې وي، کوم رعايتونه چې ورکړل شوي وو هغه ټول ختم کړل شوي دي.