نوازشریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر منتخب شو

نوازشریف په کال ۲۰۱۹ کې د عمران خان د وزیراعظمۍ په مهال د علاج په غرض لندن ته تللی و او د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د خودساخته جلاوطنۍ نه ملک ته ستن شو

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف د نهې، سه شنبې، په ورځ د هېواد د واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) پارټۍ بیا صدر منتخب شو.

نوازشریف په کال ۲۰۱۷ کې د بد عنوانۍ د الزاماتو وروسته د مسلم لیګ (ن) د صدارت نه لرې کړی شوی و.

مسلم لیګ (ن) د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې اقتدار ترلاسه کړی دی.

د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارټي الزام لګوي چې په عامو انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي شوې ده خو پاکستاني چارواکي او پوځ دا خبره ردوي.

نوازشریف د پارلېمنټ غړی دی او کشر ورور شهبازشریف يې د مخلوط حکومت مشر او وزیراعظم دی.

په کال ۲۰۱۷ کې د پاکستان سپریم کورټ نوازشریف د مالي اثاثو خفیه ساتلو په الزام د هر ډول عوامي عهدې دپاره نااهله وټاکلو. هغه دا الزام ردوي.

تېرکال د نوازشریف سزا مسترد کړی شوه او هغه د عوامي عهدې او د مسلم لیګ (ن) د صدارت دپاره بیا اهلیت ترلاسه کړو.

نوازشریف په کال ۲۰۱۹ کې د عمران خان د وزیراعظمۍ په مهال د علاج په غرض لندن ته تللی و او د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د خودساخته جلاوطنۍ نه ملک ته ستن شو.

عمران خان په ۲۰۰۲ کې د عدم اعتماد د ووټ دلارې د حکومت نه لرې کړی شو او دا مهال په مختلفو الزاماتو په زندان کې بند دی.