مردان، وزیرستان: وسله والو بريدونو او چاودنه کې د دوو پوليسو په ګډون څلور کسان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په مردان او جنوبي وزيرستان کې په وسله والو بريدونو او چاودنه کې د دوو پوليسو په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او دوو پوليسو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

د مردان پوليسو په وینا نن د 19مې جولایۍ په سهار تخت بای سيمه کې د اثارقديمه د کنډراتو په پوليس چوکۍ نامعلومو وسله والو بريد کړی، په بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان په پوليسو د بريد ذمه واري منلې ده.

پوليس وايي، د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

د 12مې جولايۍ په ماښام هم د مردان په رستم علاقه کې د پوليسو د شهيدانو په نوم چوکۍ وسله وال بريد شوی، او پېښه کې يو لاروی تن وژل شوی او د پوليس اهلکار په ګډون پکې دوه تنه ژوبل شوي وو.

په پينځمه جولايۍ مردان ضلع کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي وو.

بل لور ته د کوز جنوبي وزيرستان پوليسو ويلي، تېر ماښام د کوز جنوبي وزيرستان بېرمل تحصيل کې نامعلومه وسله والو يو پوليس په ډزو وژلی دی.

د پوليسو په وينا نن سهار د کوز جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه بازار کې چاودنه شوې، دوه کسان پکې وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

د واڼه روغتون وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د واڼه روغتون په پېښه کې د دوو کسانو جسدونه يا مړي او څلورو ژوبل ور وړل شوي دي.

پوليس وايي وژل شوي کسان لاروي دي.

د پوليسو په وينا، باردوي توکي په يو موټر سايکل کې په ځای کړل شوي چې د حکومت پلوه طالبانو د مولوي نزير ډلې يو کمانډر د دغه ځای څخه تېرېدو او چاودنه شوې او چاودنه کې ياد کمانډر هم ژوبل شوی دی.

تېره شپه د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د (جيو ټي وي) په يو پروګرام کې ويلي، "دا وخت د خېبرپښتونخوا په جنوب کې د شپې په مهال د ترهګرو حکومت وي، او ترهګر په چونګي ماليه ټولوي، په ډېرو ځايونو کې د خېبرپښتونخوا حکومت عملداري نه وي، مونږ یې مرستې ته حاضر يو".

د دفاع وزیر خواجه اصف دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د پاکستان د پوځ په وينا، په 15مه جولايۍ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي وو.

بنو کې نن د امن دپاره کاربنديز او احتجاج هم شوی دی.

په 16مه جولايۍ پوځ ويلي وو، وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان وژلي او د وسله والو په نښته کې دوه عسکر هم وژل شوي وو.

او د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امین ګنډاپور ويلي وو، "زمونږ صوبې ته د ترهګرۍ غټ چېلنج ورپېښ دی، پوليس، ادارې، پوځ او ولس يې پرضد جنګيږي، قربانۍ د ټولو په وړاندې دي د روانو حالاتو څارنه کوو".

هغه ويلي وو، "مونږ د ترهګرۍ مقابله کوو او روانه به وي، او کومې پېښې چې روانې دي او کوم خلک یې کوي، د وخت سره به د هغو هم مخه ونيول شي، په دې د هیڅ جوړ جاړي خبره نشته، په امنيت او ترهګرۍ په ختمولو هيڅ جوړ جاړی نه کوو، زمونږ اصل چېلج او اصل کار هم دغه دی".