د امریکا جورجیا ایالت چارواکو ویلي یو ۱۴ کلن زده کونکي په سکول کې ډزې کړي او دوه نور زده کونکي او دوه استاذان یې وژلي.
د ډزو له سببه د سکول نور زده کونکي د مکتب په کلاسونو او د فټبال لوې میدان ته د ځان خوندي ساتلو لپاره په منډه تللي. د ډزو وروسته پولیسو سکول ته ورننوتي چې نور زده کونکي خوندي کړي.
د ګڼو ماشومانو مېندې او پلرونه هم سکول ته د خپلو بچو د خوندي راویستو لپاره په منډه ورغلي.
د اپلاچي په نامه دغه سکول د جورجیا ایالت اټلانټا ښار نه نژدې د یو ساعت په فاصله دی. د ډزو په پېښه کې د دوه زده کونکو او د دوو استاذانو د مرګ پخلی شوی. د نژدې هسپتال د چارواکو په وینا په ډزو ژوبل شوي نهه تنه روغتون ته رسول شوي.
د جورجیا د پلټنو ادارې ډاېریکټر کرېس هوزی ویلي چې د سکول امنیت ساتونکي دوو افسرانو د ډزو څو منټه وروسته برید کونکی نیولی. ډزې کونکی مشکوک تنکی هلک هم د دغه سکول زده کونکی دی.
چارواکي لا هم پلټنې کوي چې مشکوک هلک وسله د چرته نه ترلاسه کړې وه او بیا یې څنګه سکول ته د ځانه سره وړې. کرېس هوزی ویلي چې لا هم د په دغه ځاې کې پلټنې روانې دي.
د دغه سیمې (باروو کاونټۍ) د پولیسو مشر جوډ سمته د پېښې وروسته یو خبري غونډې ته د خفګانه ډکې خبرې کړي او وېلې یې دي چې هغه په دې علاقه کۍ پېدا شوی او هم دلته لوې شوی. نوموړي ویلي د هغه خپل بچي هم په دغه سکولونو کې زده کړې کوي.
جوډ سمته ویلي ٫٫ زما زړه د دې ماشومانو لپاره د دې ټولنې لپاره مات شوی. خو ځه دا خبره سپینه وومه چې دلته د کرکې او نفرت لپاره هیڅ ځاې نشته. نن چې څه وشو د دې پر ځاې به مینه او احترام پاتې کیږي.٬٬
د یوې اونۍ پورې سکولونه تړل شوي
د دغه ضلعې / کاونټۍ د تعلیمي څانګې مشر ډلاس لیډف ویلي چې د ټولې سیمې سکولونه به ټوله اونۍ بند وي او دوي به په پلټنو کې پوره پوره مرستې کوي خو د خفګانه د وتلو لپاره به کونسلران په سکولونو کې موجود وي.
په نژدیو کلونو کې په امریکا کې په سکولونو کې د ډزو دا تازه پېښه ده او تر تولو خونړۍ پېښې بیا په کنېکټیکټ، پارکلېنډ فلورېډا او یووېلډا ټېکساس کې شوي.
د اېسوسي اېټډ پرېس او یو اېس ای ټوډی د معلوماتو تر مخه دې پېښې وړاندې سږ کال په امریکا کې د ډزو ۲۹ پېښې شوي. په دې پېښو کې ۱۲۷ تنه وژل شوي خو پکې برید کونکي نه دي شامل.
تیر کال په امریکا کې د ډزو ۴۲ پېښې شوې وې چې پکې ۲۱۷ کسان وژل شوي وو او دغه کال د شمېرو په حساب تر ټولو خونړی کال ریکارډ شوی.
د دې خبر نور جزیات راروان دي.