بنو نه پنجاب ته تلونکی ګاډی له ګړنګ نه لوېدلی، مانسهره کې هم ټکر شوی، 14 کسان مړه، 16 ژوبل

عکس پخوانی دی.

د خېبر پښتونخوا د بنو سیمې نه د روانې یوې پښتنې کورنۍ ګاډی د پنجاب په خوشاب سیمه کې د ګړنګ نه ژورې کندې ته لوېدلی چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي دي.

د پښتونخوا په مانسهره سیمه کې هم د سېلګرو یو جیپ د حادثې سره مخ شوی چې یوه مېرمن پکې مړه شوې اؤ 7 کسان پکې ژوبل شوي دي.

د مرستندویه ادارې د سرچینو له مخې د خالي - شنبې په ورځ د پنجاب د خوشاب په پینج مناوا روډ د یو ګاډي بریک فېل شوی چې له هغې وروسته دغه ګاډی یو ژور ګړنګ ته لوېدلی دی.

په پېښه کې د مړه شویو کسانو یوه کلیوال وي او اې ډیوه ته وویل، په دغه ګاډي کې د خېبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان د توی خولې سیمې یوه کورنۍ د مزدورۍ لپاره خوشاب ته روانه وه. وایي دوی په ژمي پنجاب ته ځي او په اوړي بیرته خپلې سیمې ته راځي.

د مرستندویه سرچینو وینا ده چې په پېښه کې د ښځو په ګډون 13 کسان مړه شوي اؤ 9 نور ژوبل شوي دي. په پېښه کې ژوبل شوي کسان د علاج لپاره د خوشاب ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې په کیوایي سیمه کې د سېلګرو یو جیپ په یو کور ورختلی اؤ د حادثې ښکار شوی.

مرستندویه سرچینې وایي په دغه جیب کې د هریپور د پوسټ ګریجویټ کالج جینکۍ طالبعلمانې سېل له روانې وې چې د کاغان په شوګرا سړک جیب د ډرایور نه بې قابو شو اؤ په یو کور ور وختلو.

سرچینې وایي په دې پېښه کې یوه جینۍ زده کوونکې مړه شوې اؤ د دریوؤ پروفیسرانو په ګډون پکې اووه تنه ژوبل شوي دي.

د مړې شوې طالبعلمې پېژندګلو د حلیمې بي بي په نوم شوې ده اؤ په ژوبلو کې پروفیسر ساجد جاودید، پروفیسر محمد بلال، عبدالبصیر، مقدس بي بي ، مریم نور اؤ شازینه بي بي شامل دي.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د ناتجربه کاري بولي.