د امریکې خارجه وزیر جان کیري فرانس ته رسیدلی چې هغه ویلي غواړي تیره هفته د ترهگرۍ بریدونو په سر فرانس ته د همدردۍ غاړه ورکړي.
بلخوا، سپېنې ماڼۍ منلې د تیر اتوار یا شنبې په ورځ فرانس کې ترهگرۍ لاریون ته د لوړې پائې ډله نه لیږل غلطي وه. لاریون کې د برطانيي، اسرائیل او جرمني مشرانو پشمول د نړۍ د ۴٠ نه زیاتو هیوادونو مشران او استازي موجود وو.
په عین حال کې د فرانس صدر فرانسوا اولانډ ویلي فرانس به د مسلمانانو ترڅنگ د هیواد د ټولو مذهبونو تحفظ کوي.
صدر اولانډ وویل اسلام او جمهوریت د یو سره متصادم نه دي. د زیارت یا پنشنبې په ورځ د پیرس عرب ورلډ انسټیټوټ کې د وینا په وخت فرانسوا اولانډ تیره هفته د ترهگر بریدونو په سره فرانس سره یوالي څرگندو دپاره د عرب نړۍ شکریه ادا کړه.
فرانسوا اولانډ وینا په داسې مهال کړې چې په مسلمانه نړۍ کې او عالمي مذهبي مشرانو د شارلي ابډو مجلې سخت تنقید کړی دی.
د عیسائیانو تر ټولو لوې مذهبي مشر پوپ فرانسز ویلي د وینا ازادۍ باید چې څه حدود ولري او د خلکو د مذهب بې عزتي کول غلط کار دی. مصر کې صدر وزیراعظم ته اختیار ورکړی چې د مذهب سپکاوی کونکي هر غیر ملکي مجله باندې پابندي ولگوي. او ترکې کې عدالت د شارلي ابډو په ځېنې ویب پاڼو پابندي لگولې ده.
تیره هفته په دفتر د حملې ورسته شارلي ابډو په خپله وړمبۍ پاڼه باندې بیا داسې خاکې شائع کړې چې په اسلامي نړۍ کې مظاهرې راپارولې دي.
د شورو یا چارشنبې په ورځ د اسلامي نړۍ په مختلفو ملکونو د مجلې پرضد احتجاجونه شوي دي. یوه مظاهره د ترکې هغه اخبار دفتر بهر شوي چې د شارلې ابډو ځېنې کارټونونه يي شائع کړې وو.
د ترکې دا مظآهره کونکی وايي ورځپاڼې د مسلمانانو بې عزتي کړې ده. هغه وویل په ورځپاڼه کې چې کوم کافر کار کوي حساب به ترې اخیستلی کیږي.
نهاد اواد امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو تنظیم کیئر مشر دی وايي مسلمانان د پیغمر اسلام هر منفي او مثبت هر عکس ردوي.
نهاد اواد اواد وايي مسلمانه نړۍ کې ډیرو اوازونو ددې جذباتو څرگندونه وکړه چې مجلې ددوي سپکاوی کړی دی او دا مثب او جائز دریز دی.
هغه وویل د مسلمانانو اکثرت په پرتشدد توگه مجلي ته د نقصان رسولو غوښتنه نه کوي دا د څو کسانو اقلتي رائې ده.
شارلې ابډو وايي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ يي لس لکه کاپۍ چاب کړې. لس لکه نورې به د جمعې په ورځ چاپ کوي او دا رنگ به په جموعي ٥٠ لکه شمیر شائع کولی شي.
کروول کرسټن د برطانيي کنگز کالج کې د اسلامي علومو کارپوه ده وايي د پیغمبر اسلام خاکې په بیا چاپ کولو شارلي ابډو د مسلمانانو جذبات زورولې او یورپ يي د ویش ښکار کړی دی.
کروول کرسټن وايي په دومره لویه شمیره کې مجلې بیا شائع کیدلو مسلمانان دا مطلب اخلي چې خلک ددوي مخالفت کوي نو ځکه په مسلمانه نړۍ کې مظاهرې شوي دي.
هغه وايي پکار ده چې په دې بحث شورو کړی شي چې د بیان ازادۍ ته څه رنگ حدود وټاکلی شي.