د حجاب نه اغوستلو په سر د نیول کیدلو ورستو د مړې شوې ښځې پېښې په ایران کې ناکراري راپارولې ده

په ایران کې د پولیسو په ولقه کې د یوې ځوانې میرمنې د مړینې په سر په لویه کچه ناکراري سوا شوې او د اتوار یا یکشنبې په ورځ هم لاریونونه روان ؤ.

دا وخت د #MahsaAmini هېش ټیګ په پارسي ژبه کې تر ټولو بره ټرینډ روان دی.

22 کلنه امیني د جمعې په ورځ په تهران کې له نیول کېدو وروسته په کوما کې مړه شوه. دې پېښې سره په ایران کې د ښځو د حقونه مسله بیا توده شوې ده.

پولیس په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي هغه شکونه ردوي چې امیني په وهلو مړه شوې وه، پولیس وايي هغه د نورو میرمنو سره نیول شوی وه او د ناروغۍ نه مړه شوې.

خو د امیني پلار د اصلاح پلوي ایمتداد خبري ویب پاڼې ته وویل داسې نده:

چارواکو ویلي چې زما لو ناروغه وه. زه شخصاً دا ډول دعوې ردوم ځکه چې لور مې سمه وه او کومه ناروغي یې نه لرله

په انلاین ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې په سلګونو مظاهره چیان د اتوار په ورځ د تهران د پوهنتون په شاوخوا کې راټول شوي وو او د "ښځه، ژوند، ازادۍ" شعارونه یې ورکول.

البته دغه خبر ورکونکې اداره رویټرز لیکي دويي نشي کولی چې دغه فوٹیج تایید کړي.

د ایران د شریعت یا اسلامي قانون له مخې، ښځې پابندې دي چې خپل ویښته پټ کړي او ځانونه په اوږدو او ارتو جامو کې پټ وساتي.

ددې حکم سرغړونکې نیول کېږي او ورباندې جرمانې لګول کېږي.

په دې وروستیو میاشتو کې فعالانو له ښځو څخه وغوښتل چې ددې سختو قوانینو څخه انکار وکړي، د سخت دریځو واکمنانو په ضد پورته شي او حجاب لر کړي

د اتوار د ورځې تر ماسپخښین پورې په ټویټر کې په پارسي کې د MasaAmini هېشټیګ 1.63 میلیت ته رسیدلي ؤ.

امیني د ایران د کردستان سیمې وه، هلته دهغې په پلارني ښار ساقز کې دهغې د جنازې ترڅنګ د خالي یا شنبې په ورځ لاریونونه هم شوي وو.

په ایران کې له اته څخه تر لسو میلیونو پورې کردان ژوند کوي. په کرد مېشتو سیمو کې د ایران انقلابي محافظان له لسیزو راهیسې فعالان رانیسي د اوږدې مودې قیدونه ورکوي یا ورته د مرګ سزاګانې ورکوي.

دا وخت هم پولیسو په ساقز کې مظاهره چیان ځپلي. د آنلاین ویډیو فلمونو له مخې په دغو واقعاتو کې لږترلږه یو سړی په سر ټپي شوی و.

رویټرز وايي نشي کولی چې د ویډیو تصدیق وکړي.

د ساقز نه د پارلېمان یو غړي بهزاد رحیمي نېمې سرکاري خبري ادارې ILNA ته وویل چې په جنازې کې څو تنه ژوبل شوي دي هغه وویل:
له هغوی څخه یو تن په کولمو بال بیرنګ لګیدلو سره ژوبل شو او وروسته د ساقز په روغتون کې داخل شوی دی.

البته د کردانو د حقونو ډلې هینګاو ویلي، چې په ساقز کې 33 کسان ژوبل شوي دي. رویټرز وايي نشي کولی چې په خپلواکه توګه دغه شمیره تایید کړي.
(دا خبر د رایټرز څخه اخستل شوی دی)