په ګوادر کې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ جلسه، انټرنېټ تړل شوی او حالات کړکیچن دي

Baloch Yakjehti Committee

د بلوچستان ساحلي ښارګوټي ګوادر کې د بلوچ یکجهتي کمېتۍ لخوا د ٫بلوچ راجي مچي٬ په نامه د جلسې تیارۍ روانې دي خو د ځايي خلکو په وینا دغلته حالات کړکیچن دي.

د دغه ښار نه د اتوار/ یکشنبې په ورځ راغلي معلوماتو تر مخه د جلسې د تالار سره نژدې ډزې هم شوي او په ډزو کې ژوبل شوي کسان نژدې جي ډی ای روغتون ته رسول شوي.

تر اوسه په سرکاري کچه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د وي او ای اردو د خبریال مرتضی زهري د رپورټ تر مخه په ګوادر کې ټېلیفون او انټرنېټ تړل کېدو له سببه د ځايي انتظامې لخوا د دغه خبرونو پخلی نه کیږي.

په ښار کې د ډزو په پېښه کې د یو تن د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

بلوچ یکجهتي کمېټۍ په بلوچستان کې په زوره د خلکو لادرکه کیدو او د عدالت پرته د خلکو د وژنو پرضد په ګوادر کې د جلسې اعلان کړی. د دغه اعلان وروسته د انتظامیې لخوا دغه جلسې له تلونکو قافلو د لارو نیولو او ګوادر ته د نه پرېښودلو خبرونه مخې ته راغلي.

یادې کمېټۍ ادعا کړې چې د حکومت لخوا د هر قسمه بندیزونو باوجود په ګوادر کې په لویه شمېره کې خلک ورغونډ شوي او د بلوڅانو په زوره بې درکه کېدو، د دروغو پولیس مقابلو او په نورو ستونزو راجوړې شوې دغه غونډې برخه جوړیږي.

Baloch Yakjehti Committee reports hurdles and firing by security forces on their march towards Gwadar.

د بلوڅ راجي مچي یا د بلوڅانو قامي ناستې په نوم د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د یوې غونډې تابیا وشوه چې نن د اتوار/یکشنبې ورځې په ماښام پرانېستلی شي. غونډه د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په نامه تنظيم راغوښتې ده.

د يادې غونډې تابيه کونکي وايي چې حکومت لا هم د دوی د غونډې د ناکامه کولو هڅې کوي او نن په دويمه ورځ هم د صوبې په څوارلسو سيمو کې ګوادر ښار ته تلونکې لويې او وړې لاري د غونډې د ګډونوالو د قافلو لپاره تړلې دي.

دوی وايي حکومت په ګوادر او شاوخوا سيمو کې د موبايل او مځکني ټيلي فون او انټرنيټ په پوره توګه بند کړی دی. په دغه احتجاج کې ګډون کونکې ډاکټر شلي بلوڅ وي او ای ډیوته ته ویلي چې تر اوسه پورې ریاست د دوو سوو نه زیات کسان نیولي. ډاکټر شلي زیاته کړې، ٫٫ د دغې غونډې اعلان دوه میاشتې وړاندې شوی وو او بیا ریاست ځاې پرځاې چهاپې وهل او د خلکو نیول پېل کړي. د بلوچستان بېلا بېلو سیمو او کراچۍ نه ګوادر ته روانو قافلو په لارو کې د حکومت لخوا خنډونه جوړ کړي او په احتجاج کونکو یې مخامخ ډزې کړي.٬٬

احتجاج کونکي وايي تيره ورځ له کوټې څخه ګوادر ته تلونکې قافله باندې د مستونګ په سيمه کې ډزې شوي او څورلس ګډونوال پکې ټپيان شوي. احتجاج کونکي د ډزو تور د اېف سي په خواک لګولی.

خو د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند دا تورونه رد کړي او د پرونۍ ډزو په اړه یې ويلي چې د ځواکونو له خوا پر مظاهره چيانو د ‌ډزو خبرې هيڅ حقيقت نه لري. رند د اوسني تاوتريخوالي پړه پر لاريون کوونکو ور اچوي او وايي چې د غونډې لپاره له حکومته اجازه نه ده اخيستل شوې، نو ځکه یې حکومت په مخ کې رکاوټونه اچوي چې لاريون کوونکي دا کار له قانون ضد او پرته د حکومت له اجازې کوي.

د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډې ته ویلي وو هر چاته د پرامنه احتجاج او غونډې حق ورکوي، خو وایي چاته به د لارو بندولو اجازه ور نه کړي.

د احتجاج اجازت نه ورکول او د تاو تريخوالي د پېښو په اړه د بلوچستان زياتره سياسي ګوندونو، وکيلانو او د انساني حقوقو تنظيمونو پر حکومت نيوکې کړې دي او ويلي دې چې پر امن احتجاج د پاکستان د هر وګړي ايني او قانوي حق دی.

بلوچستان کې د بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر حبیب طاهر وي او ای ډیوه ته ویلي چې حکومت احتجاج کونکو ته د غونډې اجازه نه ده ورکړې او ګوادر ته تلونکې ټولې لارې حکومت تړلي. نوموړي‌ زیاته کړې،

٫٫ پرون په مستونګ کې په ډزو کې زيات کسان ټپيان شوي دي. د پاکستان قانون او د 1973م د ائين پيځلسمه او شپاړسمه ماده د ملک و هر وګړي ته د ازاد حرکت او پرامنه غونډو او احتجاج کولو اجازت ورکوي، دلته دواړه ځايونو کې د قانون خلاف ورزي شوې ده "

د بلوچستان اعلا وزیرسرفراز بګټي بیا ویلي، بلوچ یکجهتي کمېټۍ ته یې د مذاکراتو بلنه ورکړې او که هغوی غواړي خامخا لویه غونډه «بلوچ مچي» وکړي نو باید په مرکزي ښار کوټه کې دې وکړي. نوموړي‌ تور لګولی چې دوي د ګوادر انتخاب یې ځکه کړی چې د پاکستان حکومت او چین تر منځه د سي پېک پروژې دویم پړاو ناکامه کړي.

Mahrang Baluch

په ګوادر کې د بلوڅ يووالي يا يکجهتي کمېټۍ له خوا رابلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ کوي. نوموړې وايي، هدف يې د بلوڅانو هغو ستونځو لپاره ږغ پورته کول دی،چې ورباندي سياسي ګوندونه پټه خوله دي، هغې په ايکس پاڼه پدې ټکو ليکلي،

" د داسې پر امنه لاريونونو هدف بلوڅ ولس ته يو پلېټ فارم ورکول دی، چې سياسي ګوندونه يې په ورکولو کې ناکامه دي، د بلوڅ راجي مچي لویې غونډې مقصد ټول بلوڅان يو موټي کول دي، چې د بلوڅ نسل کشۍ پرضد خپل ږغ پورته کړي، او په بلوچستان کې د انسانانو د جبري بې درکه کولو پر ضد راپورته شي"۔

د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اردو د خبر نه اخستل شوي.