د غزه د صحت چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په سیمه کې د اسرایل په حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
په یوه حمله کې د غزه په جبلیه علاقه کې یو کور ولګېدو او ۱۲ کسان په کې ووژل شوو.
اسرایلي پوځ وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په غزه کې حماس وسله والو سره جګړه کې یې یو عسکر ووژل شو او بل زخمي شو.
بلخوا، د لبنان پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په حمله کې يې یو عسکر وژل شوی دی.
د لبنان پوځ په یو بیان کې وویل اسرایلي ځواکونو د لبنان د پوځ یو موټر وويشتلو. د دې نه یوه ورځ مخکې د لبنان پوځ وویل اسرایلي ځواکونو په الصرفند سیمه کې د لبنان د امنیتي ځواکونو په یوه مورچه حمله وکړه او درې عسکر يې په کې ووژل شوو.
د فرانس خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې د فرانس عسکر چې د ملګرو ملتونو په امن ساتونکو ځواکونو کې شامل دي، د حملې سره مخامخ شوي دي. په بیان کې د حملې ذمه واري په چا نه ده اچول شوي خو په دې ټینګار شوی دی چې د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو ځواکونو تحفظ دې وکړی شي.
د لبنان او د اسرایل دپاره امریکايي استازي اېموس هاکسټین د نهې، سه شنبې، په ورځ د امید اظهار وکړو چې د اسرایل او حزب الله ترمنځ د ډزبندۍ معاهده نږدې ده.
هاکسټین د امن به اړه د خوشبينۍ څرګندونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان وزیراعظم نجیب میقاتي او د پارلېمنټ سپیکر نبي بېري سره د ملاقاتونو وروسته وکړو. وکړل.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي که د حزب الله سره د سولې معاهده وشوه هم نو د حزب الله خلاف پوځي عملیات به يې دوام لري. هغ وویل داسې څه شواهد نشته چې حزب الله به د اوربند احترام کوي.
د سولې د مجوزه معاهدې د مسودې ترمخه به اسرایل د لبنان نه خپل ځمکني ځواکونه راوباسي او حزب الله به خپل وسله تر د ۳۲ کلومېټرو پورې د اسرایل د سرحد نه په شا کړي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبری ادارې ترمخه، د اسرایل او د لبنان په مشترکه پوله په بفر زون یا خالي علاقه کې به د ملګرو ملتونو اضافي امن ساتونکي او د لبنان عسکر ګمارل کېږي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته د اسرایل او حزب ترمنځ هم جګړې شروع شوې وې. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تر اوسه په کې قریباً ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
د اسرایل او د حزب الله د جګړې دلاسه د لبنان چارواکي وايي د ۳۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
حماس او حزب الله امریکې ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.