په بلوچستان کې چارواکي وایي چې د حکومت اؤ په ګوادر کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو تر منځ مذاکرات کامیاب شوي چې له هغې وروسته د بلوڅو د یووالي کمیټې د خپل احتجاج ختمولو اشاره کړې ده .
د بلوڅو د یووالي د کمیټې مشره ماه رنګ بلوڅ وایي مذاکراتو کې یې حکومت ته شرطونه ایښي چې د بلوچ راجي مچي د ګډون والو خلاف باید د ګوادر په شمول ټول بلوچستان کې د طاقت اؤ تشدد د استعمال مخه ونیول شي اؤ د راجي مچي نیول شوي ټول ګډون وال دې په سمدستي توګه خوشې کړل شي.
د ګوادر اسسټننټ کمشنر میر جواد زهري رسنیو ته د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په ګوادر کې د بلوڅو د یووالي د کمیټې اؤ د ډپټي کمشنر حمود الرحمان په مشرۍ د حکومتي ډلې تر منځ شوي مذاکرات کامیاب شوي چې له دې وروسته به اوس په ګوادر کې روان احتجاج ختمولی شي.
هغه رسنیو ته ویلي د شوؤ مذاکراتو له مخې به د بلوڅو د یووالي د کمیټې ټول نیول شوي غړي خوشې کولی ،د موبایل نیټ ورک به بحالولی اؤ ټولې تړل شوې لارې به پرانستلی شي.
نوموړي ویلي چې د مذاکرات په کامیابولو کې حق راکړئ تحریک ، نیشنل پارټۍ ،بي این پي ،جماعت اسلامي اؤ بي این پي عوامي مهم کردار ادا کړی دی.
د مظاهره چیانو اؤ د ګوادر د ډپټي کمشنر محمود الرحمان په مشرۍ د حکومتي ډلې تر منځ دا مذاکرات تیره ورځ په ډي سي هاوس کې شوي وؤ چې په دغه موقعه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو هم د ډپټي کمشنر په دفتر کې موجود وؤ.
میر ضیاء لانګو ویلي چې حکومت د ایین اؤ قانون لاندې د ټولو غوښتنو اورېدو اؤ د هغې حل ته تیار دی.
نوموړي ویلي د وړومبۍ ورځې څخه یې ویلي وؤ چې د هرې خبرې هواری د مذاکراتو له لارې راوتلی شي اؤ دا چې دی د بلوچستان د وزیراعلا په لارښوونه د تېرو دریوؤ ورځو راهسې د خبرو لپاره ګوادر کې ناست دی.
د مذاکراتو د کامیابېدو په اړه د حکومتي دعوې نه وروسته د بلوڅو د یووالي د کمیټې مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ پخپله ایکس رسمي پاڼه لیکلي چې دوي حکومت ته خپل نکات مخې ته ایښي چې د هغې له مخې د بلوچ راجي مچي د برخه والو په ضد به د ګوادر په ګډون ټول بلوچستان کې د طاقت اؤ تشدد استعمل په بشپړ ډول ودرولی شي.
هغې ویلي د ټول بلوچستان څخه د راجي مچي نیول شوي برخه وال به په سمدستي توګه خوشې کولی اؤ د بلوچستان ټول سړکونه به پرانستلی شي.
ماه رنګ بلوڅ ویلي مذاکراتو کې یې ویلي چې په ګوادر کې دې د خلکو په کورونو د چاپو وهلو اؤ د هغوي د ځورولو لړۍ په سمدستي توګه ودرول شي.
هغې خبرداری ورکړی چې که چرې د مذاکراتو په مهال د ګوادر په ګډون د بلوستان په کومه برخه کې هم د بلوچ راجي مچي ګډون وال وځورولی شول یا یې په ضد طاقت وکارول شو نو دوي به په سمدستي توګه مذاکرات ختم کړي اؤ خپل پرلت ته به دوام ورکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل تېره ورځ په بلوچستان کې په احتجاج بوختو بلوڅانو باندې د امنیتي ځواکونو لخوا شوی تشدد اؤ د هغوي ګرفتارۍ په کلکه غندلې وې .
د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې غوښتنه شوې وه چې په بلوڅ مظاهره چیانو باید ظالمانه تشدد سمدستي ودرول شي اؤ هغوي ته دې د پرامنه اجتماع د حق په ورکولو سره ټول نیول شوي مظاهره چیان پرته له کوم ځنډ بې له شرطه خوشې کړل شي.
د ایمنسټي انټرنیشل له مخې د بلوڅانو د یووالي د کمیټې د سیوري لاندې بلوچ راجي مچي(د بلوڅانو قامي اجتماع) د ۲۸م جولایي نه د بلوچستان په ګوادر ښار کې پیل شوې چې دا د شهري،سیاسي اؤ معاشي حقونو د تحفظ اؤ د بلوڅانو د جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنه کوي.
د ایمنسټي معلومات ښیي چې په ۲۷م جولایي د پاکستان نیم پوځي ځواک فرنټیر کور د بلوڅانو په احتجاج کې په شاملو خلکو ډزې کړې وې چې لږ تر لږه۱۴ کسان پکې ژوبل شوي .
ایمنسټي انټرنیشنل پخپلو معلوماتو کې وایي چې د په ازادنه ډول د تګ راتګ محدودولو لپاره په ټوله صوبه کې ناکه بندۍ شوي دي اؤ په سر ښار کوټه کې دفعه ۱۴۴ پځای کړل شوې چې له مخې یې دغلته د څلورو نه د زیاتو کسانو په راغونډیدو بندیز لګول شوی دی.
ایمنسټي انټر نیشنل وایي په ۲۸م جولایي په ګوادر اؤ تلار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې مظاهره چیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
خو د پاکستان پوځ بیان روانه اوونۍ خپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې ډزې مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو کړي چې یو عسکر پکې وژل شوی اؤ ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
همدا شان د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې ویل شوي چې په ۲۹ جولایي پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره په هغوي اوښلن ګاز استعمال کړی اؤ په لسګونو مظاهره چیان اؤ د هغوي مشران یې نیولي چې هغې کې سیمع دین بلوچ، صبغت الله شاه اؤ ډاکټره صبیحه بلوچ شامل دي اؤ وایي له نیول کیدو وروسته نه ده معلومه چې هغوي چرته دي؟