د بلوچستان حکومت یو ځل بیا دعوه کړې ده چې په ګوادر کې په احتجاجي پرلت د بوختو بلوڅانو سره یې مذاکرات کامیاب شوي اؤ د اوو نکتو یو تړون یې ورسره کړی چې د هغې له مخې د نیول شوؤ بلوڅانو د خوشي کولو عمل پیل شوی اؤ ۷۰ بلوڅان خوشي کړل شوي دي.
حکومت دا دعوه هم کړې ده چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې د احتجاجي پرلت ختمولو پرېکړه کړې ده خو پخپله د بلوڅانو د یووالي کمیټې لا په دې هکله هیڅ نه دي ویلي.
بلوچ یکجهتي کمېټۍ وایي احتجاج یې اوومې ورځې ته غزېدلی او لا دوام لري. د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه کمېټۍ پر خپل ایکس په یو پوسټ کې لیکلي، د روانو خبرو اترو باجود ریاست د پرامنه مظاهره چیانو پرضد خپل زور زیاتی کوي:
"دا وحشیانه اقدامات د نسل وژنې خلاف د سوله ییز بلوڅ غورځنګ د ځپلو اراده ښکاره کوي. موږ به هيڅکله د دغه فاشيسټ ریاست وحشيانه او ظالمانه تګلارو ته تسليم نه شو. د نسل وژنې خلاف د بلوڅانو غورځنګ به تر اخري بلوڅ پورې روان وي".
وړمه ورځ هم د ګوادر مرستیال کمیشنر دعوه کړې وه چې د بلوڅ یکجهتي کمیټې سره یې مذاکرات کامیاب شوي دي خو د یادې کمیټې مشرې ماه رنګ بلوڅ د احتجاجي پرلت د دوامداره ساتلو اعلان کړی ؤ .
د ډان نیوز د رپورټ له مخې په ګوادر کې د بلوڅانو د یووالي کمیټې د مشرانو اؤ حکومت تر منځ د شوؤ مذاکراتو په مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو، صوبایي وزیر میر ظهور بلیدي، د ګوادر مرستیال کمشنر، د صوبایي پارلیمان غړی مولانا هدایت الرحمان، د مکران ډویژن کمشنر داود خلجي اؤ نور چارواکي موجود وؤ.
د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو دعوه کړې ده چې د بلوڅانو د یووالي کمیټې سره مذاکرات کامیاب شوي دي چې د هغې له مخې به ددې کمیټې مشران په ټوله صوبه کې خپل احتجاجونه ختموي.
ډان وایي په دغو مذاکراتو کې د «حق راکړئ» تحریک مشر حسین واډیلا، د بلوچستان نېشنل پارټي مینګل ډلې ماجد سورابي، د جمعیت علماء اسلام مولانا عبدالحمید اؤ نورو مشرانو د ثالثۍ یا منځګړتوب رول لوبولی دی.
ضیاء لانګو ویلي چې هغه د وزیراعلا په لارښوونه د تېرو څلورو ورځو راهسې په ګوادر کې ناست دی اؤ د احتجاج په مهال حکومت، انتظامیې اؤ ادارو د صبر اؤ زغم نه کار اخستی دی.
نوموړي ویلي د شورو- نهې له ورځې راهسې یې دا وینا وه چې د هرې ستونزې هواری د مذاکراتو له لارې ممکن دی.
ډان پخپل رپورټ کې ویلي چې د بلوچستان د حکومت اؤ د بلوڅانو د یووالي د کمیټې تر منځه شوې د اوو نکتو په معاهده د ګوادر ډپټي کمشنر حمود الرحمان اؤ د بلوڅو د یووالي کمیټې مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ لاسلیکونه کړي دي.
خو پخپله ماه رنګ بلوڅ یا د بلوڅانو د یووالي د کمیټې نورو مشرانو په دې هکله کوم رسمي بیان نه دی جاري کړی.
د تړون په اړه ویل شوي د پرلت ختمولو نه وړاندې به بلوچستان اؤ کراچۍ کې د راجي مچي د نیول شوؤ برخه والو د خوشي کولو امر کیږي اؤ کوم مظاهره چیان چې جیلونو ته په قضایي ریمانډ لېږل شوي هغوي به له عدالتي کارروایۍ وروسته تر ۵م اګست خوشي کیږي.
ډان وایي معاهده کې دا هم ویل شوي چې د بلوچستان حکومت به د سیند صوبې حکومت سره تماس نیسي اؤ هلته چې کوم بلوڅان نیول شوي د هغوي راخوشې کول به باوري کوي .
همدا شان ویل شوي چې د راجي مچي په مهال درج شوې ټولې مقدمې به واپس اخستل کیږي.
د معاهدې په نکاتو کې ویل شوي هغه مقدمې به نه ختمیږي چې پکې ځاني نقصان شوی وي، د پرلت ختمیدو سره سم به ټول سړکونه پرانیستل کیږي اؤ دوه ساعته وروسته به د موبایل سروس بحالیږي.
په تړون کې ویل شوي چې د پرلت ختمېدو نه وروسته به د پرلت کولو له امله هیڅوک نه ځورول کیږي اؤ د احتجاجونو په مهال چې کوم کسان مړه شوي یا ژوبل شوي د هغوي د وارثانو په مدعیت کې به مقدمه درج کیږي.
د ګوادر ډپټي کمشنر حمود الرحمان ویلي چې د بلوڅو د یووالي کمیټې سره په شوي تړون عمل پیل شوی اؤ د هغوي لږ تر لږه اویا بندیان له بنده خوشي کړل شوي دي.
نوموړي ویلي چې د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې وفاقي داخله محکمې ته د موبایل نیټ ورک اؤ مواصلاتي نظام د بحالولو لپاره چټۍ هم لېږلې ده.
وړمه ورځ هم حکومت د ګوادر له پرلتوالو سره د مذاکراتو کاميابېدو دعوه کړې وه خو د بلوڅو د یووالي کمېټې مشرې ماه رنګ بلوڅ تيره ورځ ويلي وو په مذاکراتو کې یې حکومت ته شرطونه ایښي وو خو حکومت ونه منل.
ماه رنګ ویلي وؤ حکومت ته یې غوښتنې دا وې چې د بلوڅو د قامي غونډې د ګډونوالو خلاف باید د ګوادر په شمول په ټول په بلوچستان کې د طاقت او تشدد د استعمال مخه ونیول شي او د راجي مچي نیول شوي ټول ګډونوال دې په سمدستي توګه خوشي کړل شي.
د بلوڅانو د یووالي د کمیټې د سیوري لاندې بلوچ راجي مچي(د بلوڅانو قامي اجتماع) د ۲۸م جولایي نه د بلوچستان په ګوادر ښار کې پیل شوې چې دا د شهري،سیاسي اؤ معاشي حقونو د تحفظ اؤ د بلوڅانو د جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنه کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي معلومات پخپل یو بیان کې ویلي چې په ۲۷م جولایي د پاکستان نیم پوځي ځواک فرنټیر کور د بلوڅانو په احتجاج کې په شاملو خلکو ډزې کړې وې چې لږ تر لږه۱۴ کسان پکې ژوبل شوي.
ایمنسټي انټرنیشنل پخپلو معلوماتو کې ویلي چې په ازادنه ډول د تګ راتګ محدودولو لپاره په ټوله صوبه کې ناکه بندۍ شوي دي اؤ په سر ښار کوټه کې دفعه ۱۴۴ پځای کړل شوې چې له مخې یې دغلته د څلورو نه د زیاتو کسانو په راغونډیدو بندیز لګول شوی دی.
ایمنسټي انټر نیشنل ویلي په ۲۸م جولایي په ګوادر اؤ تلار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې مظاهره چیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
خو د پاکستان پوځ بیان روانه اوونۍ خپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې ډزې مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو کړي چې یو عسکر پکې وژل شوی اؤ ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
همدا شان د بخښنې د نړیوال سازمان په بیان کې ویل شوي چې په ۲۹ جولایي پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره په هغوي اوښلن ګاز استعمال کړی اؤ په لسګونو مظاهره چیان اؤ د هغوي مشران یې نیولي چې هغې کې سیمع دین بلوچ، صبغت الله شاه اؤ ډاکټره صبیحه بلوچ شامل دي اؤ وایي له نیول کیدو وروسته نه ده معلومه چې هغوي چرته دي؟