د یونان په روډزایلینډ کې په ځنګلونو د اور لګیدو په اړه د وزیرانو غونډې ته د ملک وزیراعظم کایریاکوس میټسوټاکیس خبرداری کړی چې په راتلونکي وخت کې نورې سختې ورځې راتللی شي.
د یونان وزیراعظم دغه خبرداری په داسې حال کې کړی چې په روډزایلینډ کې ګڼ شمیر کورونه اور کې سوزیدلي او په زرګونو سیلګري ددغه سیمو نه وتلي دي.
وزیراعظم مټسوټاکيس پارلیمان ته ویلي ملک د جګړې په حالت کې دی او زیاتوي چې د زیارت له ورځې د حالاتو په ممکنه توګه د ښه کیدلو نه وړاندې راتلونکې ورځې به نورې هم سختې وي. د کابیني د غونډې په سر کې ده وویل چې مونږ ټول چمتومحافظان یو.
ټاکيس ووویل " زه به په ډاګه درته ووایم د څه سره چې ګرده نړۍ مخ ده، په خصوصي توګه بحیره روم چې د موسمي بدلون ګرمه خطه ده، دلته د جادو کوم طریقه کار نشته، که چرې وی نو مونږ به عملي کړی و."
د ساینس پوهانو تازه شایع شوی اندازه راپور وايي په شمالي امریکا، سویلي اروپا او چین کې روانه میاشت د سختې ګرمۍ سبب بغیرله شکه د انسان په مداخلت موسمي بدلون دی.
سرکاري ټي وي اي ار ټي وايي په یونان کې د روډز ایلینډ په ځنګلونو د اور لګیدو علت،هغې ته ځواب او تیاریو باندې سرکاري وکیل لخوا پلټنې شورو کړل شوي دي. دوی وایي د ایلینډ لس فیصد برخه سوزیدلې ده.
د سرکاري ټي وي نطاق وايي اور په دریو اړخونو کې مخ په وړاندې روان دی او اور وژونکې عمله په جازونو د اور وژلو عملیات جاري ساتلي دي.
روډز د یونان د یو څو غټو ټاپوانو څخه یو دی چرته چې د ګرمۍ په موسم کې نزدې ۱۵ لکه خارجي سیلګري ورځي.
نزدې شل زره خلکو کورونه او هوټلې پریښودي ځکه چې اور اوس ساحلي سیمو ته خور شوی چې پکې ځناور وژل شوي او ودانیو ته يي زیانونه اړولي خو کوم انسان وژنه پکې نه ده شوې.
د ګیناډي او د روډز ایلینډ سویل ختیز اړخ ته د ترکي او سلواکیه پوځونه د هور په وژلو کې کمک ته رسیدلي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېترز خبري ادارې نه اخیستل شوي