هنگو ، خيبر او پېښور کې د ۷ عسکرو په گډون ۹ کسان وژل شوي

د ملېشې کاروان د هنگو ټل سيمې نه د کرمې مانتو علاقې ته په لار ؤ .

د خيبر پښتونخوا د هنگو ضلعې سره په پوله د پرتې قبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ ورمگۍ علاقه کې د ملېشې په کاروان بمي چاؤدنه کې لږ تر لږه د ملېشې شپږ عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي . بلخو ته د خيبرايجنسۍ نه دوه مړي ترلاسه شوي ، او پېښور کې د پوليس په چيک پوسټ ډزو کې يو پوليس وژل شوی دی .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه چې نن د شورو په ورځ د قبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ او هنگو ضلعې په پوله رامنځته شوې ، سرچينې وائې د چې ملېشې کاروان د هنگو ټل سيمې نه د کرمې مانتو علاقې ته په لار ؤ .
چې په ورمگۍ کې پرې د سړک غاړې ته اېښودل شوی بم د ريموټ کنټرول د لارې ډزول شوی دی .
پېښه کې ژوبل عسکر سي ايم اېچ روغتون ته وړل شوي دي ، او امنيتي سرتېرو علاقه په گېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
د انصارالمجاهدين په نوم د يوې ډلې لخوا د دغې پېښې پړه په غاړه اخستی شوې ، او د ابوبصير به نوم يو کس چې ځان يې د دغې ډلې وياند ښکاره کړی مطبوعاتو ته يې وئيلي دغه بريد يې د ډرون بريدونو په بدل کې کړی دی .
ابوبصير زياته کړې چې د ډلې يې د پاکستاني طالبانو د تحريک سره يې هيڅ اړيکې نشتی .
ځکه دويې د طالبانو د جنگ بندۍ د پرېکړې پابند نه دي .
په عېن حال کې چې د طالبانو او حکومت لخوا د يو بل په ضد د ډزبندۍ اعلانونه شوي ، د گل په ورځ پايه تحت اسلام اباد کې يو عدالت باندې د ډزو او ځان مرگي بريدونو کې د يو جج پشمول ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي وو .
د دغې بريد پړه احرارالهند نومې ډلې په سر اخستې وه ، او د ټي ټي پي وياند شاهد الله شاهد ترې د لاتعلقۍ وئيلي ؤ .
نن د شورو په ورځ يوه بله پېښه کې د خيبرايجنسۍ جمرود تحصيل نه په ډزو دوژل شوؤ دوه کسانو مړي ترلاسه شوي دي ، د راپورونو ترمخه دغه مړي د جمرود تحصيل شاکس علاقې نه ترلاسه شوي او پېژندگلو د پرويز او بهارعلي په نومونو شوې د پېښور اوسيدونکي دي .
د ډزو بله پېښه د پېښور په يکه توت سيمه کې رامنځته شوې ده ، د راپورونو ترمخه نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو يکه توت سيمه کې د پوليس په چيک پوسټ ډزې کړي ، چې له امله يې چيک پوسټ باندې په ډيوټۍ ولاړ پوليس وژل شوی دی .