اسرایلي ځواکونو د چارشنبې- شورو په ورځ د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه کړي دي او د حزب الله وسلوال یې په نخښه کړي دي. حزب الله خبرداری ورکړی که په لبنان کې یې د عامو خلکو ویشتل ونه درول په اسرایل کې به نوي هدفونه په نخښه کړي.
د اسرایل پوځ ویلي د دوی بریدونو د حزب الله بنیادي اډاڼې په نخښه کړې دي او وایي ځواکونو یې په سیمه کې د حزب الله د ګواښونو په جواب کې په توپونو بمباري هم کړې ده.
حزب الله د سه شنبې- نهې په ورځ د اسرایل په طرف ګڼ شمېر راکټونه ور ویشتلي وو، چې اسرایلي پوځ یې شمېر تر 50 زیات یاد کړی دی.
د اسرایل پوځ په یو بیان کې دعوه کړې چې د حزب الله د ور ویشتل شويو یو شمېر راکټونو مخه یې نیولې، خو وایي نور په خلاصو سیمو کې لګېدلي او چاته یې ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.
د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه وینا کې ګواښ کړی، که اسرایلي ځواکونه په لبنان کې د ولسي وګړو وژلو ته دوام ورکړي، د اسرایل نوې سیمې به په نخښه کړي.
د سه شنبې- نهې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرایل په بریدونو کې د درو ماشومانو په ګډون د شام پینځه ملکي وګړيووژل شوي وو.
د حزب الله مشر حسن نصرالله د چارشنبې- شورو په ورځ د عاشورا د لمانځلو مراسمو ته په ټیلیویژني وینا کې وویل، په وروستیو ورځو کې په لبنان باندې د اسرایل په بریدونو کې اته کسان وژل شوي چې وایي جنګیالي نه وو.
د الجزیرې د خبر له مخې نصرالله ګواښ کړی چې د اسرایل په نویو ښارونو کې به د حزب الله په بریدونو کې د نورو ملکي خلکو وینې وبهیږي، "د ملکي وګړو په نخښه کولو ته دوام ورکول به مزاحمت پر هغو ځایونو هم بریدونو ته اړ کړي چې مخکې نه وو په نخښه شوي".
اسرایلي ځواکونه یوې خواته په غزه کې له حماس سره په جګړه اخته دي او بلې خواته د اسرایل او حزب الله ترمنځ د پولې په شاوخوا کې له څو میاشتو راهیسې روانو نښتو په ټوله سیمه کې د جګړې د پراخېدو ویره زیاته کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت وایي د دفاع وزیر لویډ آسټن او د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګېلنټ د سه شنبې- نهې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د اسرایل او حزب الله د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر په یوه بیان کې ویلي، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر د یوې بلې لارې د برابرولو لپاره د غزې په ساحل کې د امریکې د لنډمهاله بندر په اړه هم خبرې وکړې.
امریکا، مصر او قطر هڅه کوي د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ لپاره منځګړتوب وکړي چې مقصد یې په غزه کې یرغمل کسان خوشي کول، د جګړې ختمول او د فلسطین ملکي خلکو ته د بشري مرستو زیاتول دي.