د انساني حقونو تنظیم: دمشق سره نژدې د اسرایل په هوايي حمله کې شپږ کسان وژل شوي

سيرين ابزروېټري فار هیومن رایټس چې په شام کې د انساني حقونو څارنه کونکي ډله ده وايي دغه حمله د ګل، دوشنبې، په ورځ د لمر خاته نه مخکې وشوه.

د انساني حقونو یو تنظیم ویلي د اسرایل په هوايي حمله کې د شام سرښار دمشق سره نژدې د شام څلور پوځیان او دوه ایران پلوه وسله وال شوي دي.

سيرين ابزروېټري فار هیومن رایټس چې په شام کې د انساني حقونو څارنه کونکي ډله ده وايي دغه حمله د ګل، دوشنبې، په ورځ د لمر خاته نه مخکې وشوه.

تنظیم وویل په هوايي حمله کې د شام حکومتي ځواکونه، پوځي مورچې او د ایران حمایت یافته د مسلح ډلو په استعمال کې د وسلې ګودامونه په هدف شوي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، په شام کې د لسو کلونو نه د زیات وخت راهسې دوامداره خانه جنګۍ په مهال اسرایل د شام په خاوره په سلګونو حملې کړي او ایران پلوه مسلح ډلې، د حزب الله وسله وال او د شام د پوځ مورچې يې په نخښه کړي دي.

ای اېف پي وايي اسرایل په عامه توګه په شام کې د خپلو حملو په اړه څه نه وايي خو دا خبره تکراروي چې ایران به نه پرېږدي چې په شام کې پښې مضبوطې کړي. ایران د شام صدر بشارالاسد حمایت کوي.

د رپورټ ترمخه، د ایران په مرسته بشارالاسد زیاتره هغه سېمې بېرته نيولي دي چې په کال ۲۰۱۱ کې خانه جنګۍ د شروع کېدو په مهال يې دلاسه ورکړې وې.

ای اېف پي وايي د اسرایلي پوځ ترجمان (نې) نه چې د ګل، دوشنبې، د ورځې حملو په اړه پوښتنه وشوه نو په جواب کې يې وویل چې د غیرملکي ميډیا په رپورټونو تبصره نه کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي