ایچ آر سي پي له پارلیمانه د بنیاد پرستۍ او ډله ييزه تشدد ختمولو لپاره د ګډ هوډ غوښتنه کړې

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په سوات کې د قرآن د مبینه سپکاوي په تور د ګڼو خلکو لخوا په تشدد د یو تن د وژنې د پېښې وروسته ‏د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، د داسې ډول پېښو د مخنيوي دپاره دې سمدستي کلک اقدامات وکړي.‏

اېچ آر سي پي ويلي، د يوې مياشتې نه په کمه موده کې دغه ډول دوه پېښې کېدل (په سوات کې د ګڼو خلکو لخوا په تشدد د 40 کلن تنه وژنه او د پنجاب ‏صوبې په سرګودها کې د نزير مسيح وژنه) څرګندوي چې "رياست د عقيدې په نوم د بلوه ګرو د تشدد په معاملاتو باندې په ارادې سره یا د نورو علتونونو ‏له سببه په خپله عملدارۍ جوړ جاړی کړی دی".‏

د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټه ورغلی تن سلیمان د سوات په مدين کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی وو چې وایي هغه د قران سپکاوی ‏کړی وو.‏

د سوات پوليسو پرون ويلي، د مدين د پېښې په تور یې ‏‎23‎‏ کسان نيولي، د 49 معلومو او ‏‎2000‎‏ نه تر 25000 پورې نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړل ‏شوې ده.‏

ويل شوي، د پېښې د رښتياو معلومولو او ککړو کسانو منقطقي انجام ته رسولو دپاره د پوليسو ګډه پلټنيزه ټيم جوړ کړل شوی دی.‏

د مې په ‏‎25‎مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي د قران د سپکاوي په تور په نزير مسيح ‏نومې ‏‏عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.‏

اېچ ار سي پي ويلي، "داسې ډول پېښو کېدل اوس يواځې د ځينې خرابو قوانينو معامله نه ده پاتې چې د مذهب د سپکاوي په نوم په اسانۍ سره د وسلې په ‏توګه وکارول شي، بلکې دا د څو لسيزو راهسې د انتهايي ښي اړخه ډلو او توندروۍ په وړاندې د سر ټيټولو او د هغو د ساتلو د پاليسۍ نتيجه ده، رياست ‏په دې جرم کې نېغ شريک دی".‏

د بشري حقونو کمېشن ویلي، "د قانون په لاس کې اخستو عامې رويې د پلټنو دپاره د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ جوړولو په وړانديز په اېوان کې غور نه کېدل ‏د افسوس ځای دی"، اېچ ار سي پي د اسلامي نظرياتي کونسل نه هم غوښتنه کړې، "په ټولنه کې دې د عقيدې په نوم قانون په لاس کې اخستو د رجحان ‏ختمولو دپاره دې ممکنه هڅې وکړي".‏

د حکومت لخوا د بشري حقونو کمېشن بيان ته غبرګون نه دی ويل شوی، خو پرون په قامي اسمبلۍ کې د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د لږکيو د ‏حقونو د ساتنې دپاره قرارداد وړاندې کړی او په اکٍثريت سره منظور کړل شوی دی.‏

قرارداد کې ويل شوي، مرکزي او صوبايي حکومتونه دې د لږکيو ساتنه يقيني کړي او د لږکیو پرضد پېښو کې ککړو کسانو پرې کارروايي وشي.‏

‎ ‎‏‏د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د سوات مدين په پېښه نوټس اخستی، د پوليس مشر سره یې رابطه کړې، او رپورټ یې ترې ‏غوښتی وو، ‏وزيراعلا د پوليسو مشر ته د حالاتو قابو کولو دپاره په بېړنيو بنيادونو د اقداماتو کولو لارښوونه کړې وه.‏