د اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې د قضيې بل عدالت ته اړولو دپاره د عمران خان خواست رد کړی

عمران خان

د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ عدالت د عمران خان ضد د توشه خانې د قضيې د اورېدنې وړ ګرځولو په لړ کې د ټرايل کورټ فېصله کالعدم کړې او سېشن عدالت ته یې بيرته قضيه لېږلې چې اورېدنه یې وکړي.

مخکيني وزيراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خواست کړی وو چې د توشه خانې قضيه کې دې ټرايل کورټ ودرول شي او دغه قضيه دې د دې جوګه ونه ګرځوي چې د اورېدنې وړ ده.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق پرون حکم کړی او د قضيې د اورېدنې وړ ګرځولو دپاره یې بيرته سېشن عدالت ته لېږلې ده.

هايکورټ د عمران خان لخوا عدالت ته شوی خواست رد کړی چې قضيه دې بل عدالت ته منتقل کړی شي.

د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور تېره میاشت د عمران خان ضد د توشه خانې قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې وه.

عمران خان د دغه فېصلې ضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو.

عمران خان د اسلام سېشن کورټ په جج همايون دلاور تحفظات څرګند کړي او هايکورټ ته یې خواست کړی وو دغه قضيه دې د همايون دلاور د عدالت نه بل عدالت ته منتقل کړي.

خو هايکورټ دغه خواست رد کړی او د رپورټونو ترمخه هايکورټ ويلي، د قضيو نورو عدالتونو ته منتقل کول په عدالتونو د باور کمېدو څرګندونه کوي.

عمران خان دوه شپې وړاندې په يوه وينا کې هم د اسلام اباد سېشن عدالت په جج همايون دلاور د تحفظاتو څرګندونه کړې وه.

د ځايي رسنیو ترمخه تېره ورځ د توشه خانې په قضيه کې د جج همايون دلاور په عدالت کې د الېکشن کمېشن وکیل امجد پروېز خپل دلايل پوره کړي او د عمران خان وکيل هم عدالت ته وړاندې شوی او عدالت سره یې بحثونه شوي دي.

پرون عمران خان عدالت ته نه وو حاضر شوی او جج همایون دلاور نن سهار عمران خان عدالت ته غوښتی او د تحریک انصاف وکيلانو ته یې د قضيې اورېدنې وړ ګرځولو يا نه ګرځولو د دلايلو وړاندې کولو ویلي دي.

عدالت ويلي که عمران خان حاضر نه شو فېصله به محفوظه کړي او واوري به یې.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.