نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانېټري فڼد، ايي اېم اېف، د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې پاکستان ته د دریو کلونو دپاره د اووه بېلین ډالرو قرض په ورکولو په ابتدايي کچه اتفاق وشو.
په واشنګټن کې مېشته، ایي اېم اېف د جمعې په ورځ میډیا ته لېږل شوي بیان کې وویل پاکستان ته د نوي قرض ورکولو فېصله د سټاف یا د عملې په کچه شوې او د ايي اېم اېف اېګېزکټیو بورډ منظورۍ ته به ضرورت لري.
د بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته د ۳۷ میاشتو دپاره اووه بېلین ډالر ورکول کېږي.
ايي اېم اېف وویل د قرض نوی پروګرام به د پاکستان اقتصاد د ثبات او ترقۍ په لړ کې د پاکستاني چارواکو د ګامونو کوي.
په دغو ګامونو کې، ايي اېم اېف وویل، د پاکستان مالیاتي پالېسي بهتر کول، د ټېکس جال د پراخولو په لړ کې اصلاحات، د ریاستي تجارتي ادارو انتظام ښه کول، سرمایه کارۍ دپاره هوار مېدان جوړول، انساني صلاحیت ښه کول او د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام دلاندې سماجي تحفظ او په دې کې د زیات سخاوت نه کار اخیستل شامل دي.
پاکستان د نوي مالیاتي کال دپاره چې د جولای په وړمبۍ نېټه شروع شوی، د ټېکس هدف ۴۷ بېلین ډالر ټاکلی دی چې د تېر کال په مقابل کې ۴۰ فیصد اضافه ده.
په نوي بجټ کې پاکستان د مالیاتي خسارې د کمولو هدف هم ټاکل، وايي د تېر کال د اووه اشاریه څلور فیصد په مقابل کې به په نوي مالیاتي کال کې دا خساره د مجموعي قومي پېداوار، جي ډي پي، پينځه اشاره نهه فیصد ته راکمولی شي.
د جمعې په ورځ د ايي اېم اېف د اعلان نه مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې نوي قرض دپاره يې د مالیاتي ادارې ټول شرطونه پوره کړي دي چې په کې د ټېکس په مد کې اصلاحات او د توانای قيمتونه د زیاتولو په شان ګامونه شامل دي.
پاکستان مخکې هم د ايي اېم اېف د زوړ قرض په لړ کې هم د توانای قيمتونه زیات کړي وو. د دغه قرض مېعاد د سږ کال د اپرېل په میاشت کې سر ته رسېدلی.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، دايي اېم اېف د شرط باوجود د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ولس ته د راحت ورکولو په لړ کې به د توانای په قیمت کې اضافه به د اکتوبر د میاشت پورې وځنډول شي.
ايي اېم اېف د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل د نوي قرض دپاره د پاکستاني چارواکو په غوښتنه د ايي اېم اېف ټیم چې مشري یې په پاکستان کې د ايي اېم اېف مشر نېتن پورټر کوله د می د ۱۳ نه د می تر ۲۳ نېټې پورې په اسلام اباد کې او بیا په انلاین بڼه مذاکرات وکړل.
د مذاکراتو په ختمېدو پورټر وویل دواړه خوا د عملي په کچه پاکستان ته د اووه بېلین ډالرو د قرض په پروګرام متفق شوي. د دې وروسته به د ايي اېم اېف بورډ پاکستان ته د ۳۷ میاشتو د قرض منظوري ورکوي.